ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متحده عربي اماراتو او امریکا د افغانستان په اړه خبرې وکړې

متحده عربي اماراتو او امریکا د افغانستان په اړه خبرې وکړې

author avatar
6 Jun 2022 - 22:40
متحده عربي اماراتو او امریکا د افغانستان په اړه خبرې وکړې
author avatar
6 Jun 2022 - 22:40

اټلانټا (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د متحده عربي اماراتو  له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو، بشري مرستو او د نجونو پر تعلیم خبرې کړې دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د بهرنیو چارو وزیر احمد علي الشیخ سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، دواړو لوریو د افغانستان پر وروستي وضعیت، افغانستان سره پر بشري مرستو او د اماراتو او امریکا پر اړیکو خبرې وکړې.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر الشیخ یو ځل بیا ژمنه وکړه چې هېواد یې افغانستان سره بشري او په ځانګړې توګه د روغتیا او خوړو برخو کې خپلو مرستو  ته دوام ورکوي.

هغه وویل، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د ثبات او د خلکو ژوند ښه کولو په موخه ګډې هلې ځلې وکړي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم هم ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا ځانګړي استازي افغانانو سره د مرستو په برخو کې د اماراتو رول وستایه او د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تر اوسه په هندوستان، ترکیه، ازبکستان، تاجکستان او اماراتو کې له یو شمېر افغانانو او ځایي چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.

Views: 238

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.