ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د یوه دارالایتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه

خوست کې د یوه دارالایتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
20 Jun 2022 - 23:04
خوست کې د یوه دارالایتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
20 Jun 2022 - 23:04
خوست ښار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): خوست کې د هغو يتيمو ماشومانو روزنې او پالنې لپاره د دارالايتام جوړيدو بنسټ ډبره کېښودل شوه چې پلرونه يې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د جنګ دواړو لورو ته وژل شوي دي.
دغه دارالايتام د يوه خيريه بنسټ له لوري د دغه ولايت مرکز اړوند د صحراباغ په سيمه کې پر نږدې پنځه جريبه ځمکه باندې جوړېږي.
د دغه خيريه بنسټ مشر قاري سعيد خوستي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه دارالايتام لپاره یې د ۴۵ ميليون افغانۍ په ارزښت ځمکه اخيستې چې نن یې کارونه عملاً پيل شول.
د نوموړي په وينا، ياد دارالايتام چې په عصري او مجهز ډول جوړيږي؛ پنځه زره هغو يتيمو ماشومانو ته به پکې د عصري او ديني زده کړو زمينه برابره شي چې پلرونه يې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د جنګ دواړو غاړو ته وژل شوي.
هغه وويل د ياد روزنيز مرکز لپاره د جوړيدونکې ودانۍ په لومړي او او دويم پوړ کې د ۲۸ تدريسي او اداري خونو ترڅنګ ۱۴ تشنابونه هم ولري.
دی زياتوي: «په دې دارالايتام کې هم د جمهوريت يتيمان او هم د اسلامي امارت يتيمان دواړو به کفالت کېږي، د دواړو به روزنه کېږي؛ لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ زموږ د دارالايتام خيريه بنسټ چې دی، له ټولو يتيمانو سره کومک کوو؛ ځکه دا دواړه نوع يتيمان زموږ له غاړې دي، په موږ يې کفالت لازم دی، موږ يې بايد سالمه روزنه او تربيه وکړو
د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د دغه دارالايتام د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال د يتيمانو د سالمې روزنې او پالنې په برخه کې دا يو موثر ګام وباله.
هغه زیاته کړه، ولايتي اداره د دغه روزنيز مرکز د ښه والي او پرمختګ لپاره هر راز همکارۍ ته ژمنه ده.
والي وايي: «دا د يتيمانو د روزنې په برخه کې مثبت ګام دی، خدای ته مو اميد دا دی چې نه يواځې د خوست، بلکې د ټول افغانستان لپاره د برکت سبب وګرځي او انشاالله اسلامي امارت به د ټول افغانستان د يتيمو تربيت کوي
د منصور په نوم د دغه دارالايتام دوولس کلن زده کوونکي له پژواک سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د دوی د روزنې او پالنې لپاره په خوست کې دا ډول مرکز جوړېږي.
هغه زياته کړه: «موږ ډېر خوشحال يو چې په دې کې ديني او عصري زده کړې وکړو؛ زه په خپلو مشرانو باندې وياړم چې موږ ته يې د هر څه اسباب برابر کړي دي
د محمد بلال په نوم يو بل يتيم ماشوم هم خپلو خبرو کې وويل چې د عصري او ديني زده کړو د دې ډول مرکز جوړېدل يې لوی ارمان و او دی به په کې خپلې زده کړې سرته ورسوي.
د مسوولينو په وينا، تر اوسه د ياد دارالايتام د جوړيدو لګښت نه دی څرګند، خو هڅه يې دا ده چې د ټولو اسانتياوو درلودونکی وي.

Visits: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.