ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د افغانستان کرکټ بورډ کې د (کودتا) هڅه شنډه شوې

سرچینه: د افغانستان کرکټ بورډ کې د (کودتا) هڅه شنډه شوې

author avatar
5 Jul 2022 - 01:49
سرچینه: د افغانستان کرکټ بورډ کې د (کودتا) هڅه شنډه شوې
author avatar
5 Jul 2022 - 01:49

اټلانټا (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : ځینې سرچینې وایي چې د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی مشر عزیز الله فضلي له دې امله نیول شوی چې په (جعلي) مکتوب یې ځان د بورډ د مشر ټاکلو هڅه کوله.

په ټولنیزو شبکو کې داسې عکسونه او ویډیو ګانې خپرې شوې چې عزیز الله فضلي له یو شمېر ساتونکو او موټرو سره د افغانستان کرکټ بورډ دفتر ته د ننوتلو هڅه کوي، خو د بورډ ساتونکي یې مخه نیسي.

سرچینې وایي، فضلي ساتونکو ته ویلي چې له ځانه سره د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله په لاسلیک مکتوب لري چې د کرکټ بورډ مشر مقرر شوی، خو کله چې د بورډ مسوولین د حکومت له چارواکو سره دا خبره شریکوي، هغوی دا موضوع ردوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، وروسته د کابل دامنیه قوماندانۍ پولیسو د ریاست الوزراء په حکم فضلي ارګ ته بیایي  او هلته توقیف کیږي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د حکومت له رسمي ویاندویانو نظر واخلي، خو هغوی په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر هم تر اوسه په دې اړه رسمي  نظر نه دی ورکړی.

بلخوا د کابل امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې عزیزالله فضلي تیره ورځ هڅه کوله کرکټ بورډ ته داخل شي او ځان ددغه بورډ نوی رئیس اعلان کړي. سرچینه وايي چې د کرکټ بورډ امنیتي ساتونکو د هغه مخنیوی کړی دی.

https://twitter.com/VOAPashto/status/1543900941631426560?s=20&t=eNdSg2PoZ9CRQsDj0P8Mfg

دغه سرچینې زیاته کړه: "عزیزالله فضلي تیره ورځ له یو جعلي مکتوب سره کرکټ بورډ ته تللی و. وسله وال کسان هم ورسره و. د بورډ ساتونکو یې مخه نیولې، وروسته هوايي ډزې هم شوي. تر هغه وروسته رئیس الوزرا د نوموړي د نیولو امر وکړ. اوس نیول شوی او بندي دی."

تر اوسه پخپله عزیز الله فضلي په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

لیکوال او ژور نالیست جعفر هاند چې د افغانستان کرکټ بورډ فعالیتونه له نږدې څاري پر فیسبوک لیکلي : ((افغان کرکټ بورډ کې یوې سرچېنې راته وویل،  هغه کس یا کسان “نیول شوي او بندیان شوي” دي چې مکتوب په لاس بورډ ته ورغلي وو او ویل یې چې د طالبانو مشرتابه مقرر کړي دي. ))

دې سرچېنې وویل چې "دغو کسانو جعلي مکتوبونه جوړ" کړي وو. نوموړي ونه ویل چې بندي شوي

کسان څوک او څومره دي. خو د بورډ دوو نورو سرچېنو راته وویل چې پخواني مشر عزیزالله فضلي “له مکتوب سره” بورډ ته تللی و او ویل یې چې “مشر ټاکل” شوی، مګر د بورډ اجرايي مشر نصیب خان ورته د داخلېدو اجازه نه وه ورکړې.

ژورنالیست مطیع الله عابد هم په فیسبوک کې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې په کرکټ بورډ کې د کودتا هڅه شنډه شوې.

 
هغه زیاته کړې : (( په کرکټ او بورډ شوې کودتا شنډه شوې ، اداره مکمل د میرویس اشرف تر مدیریت لاندې ده، هیوادوالو او مینه والو ته د کرکټ د عادي دوام ډاډ ورکړل شوی))
د کرکټ مبصر او ژورنالیست اېمل پسرلي فیسبوک کې لیکلي : ((د کرېکټ بورډ یوې سرچینې راته وویل چې په کرېکټ بورډ “کودتا کوونکي” په دې دلیل زنداني شوي چې د مشرتابه لاسلیک یې جعلي جوړ کړی و. د بورډ مشرتابه کې بدلون نه راځي.))
بلخوا دا فغانستان کرکټ پخوانی چارواکی او اوسنی کارکوونکی تاج ملوک عالم پخپل فیسبوک پاڼه کې چې هغه ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې بورډ ته ننوځي.
هغه په فیسبوک کې  چې د کرکټ بورډ دروازې مخې ته ولاړ عکس خپرولو سره لیکلي وو: ((د کرکټ په دروازه کې یې ایسار کړی یم، وایي مشرانو امر ده چې مه یې پریږده، په داسې حال کې چې د شپږیزې تخنیکي چارې پرمخ وړم.په داسې حال کې چې ما پرون ورته وویل، .چې زه د کرکټ په هیڅ سیاست کې نه یم.))
خو نوموړي وروسته خپل دغه پوسټ ډیلیټ کړی دی.
لسګونو نورو کسانو هم په کرکټ بورډ کې د تازه لانجو له امله په ټولنیزو شبکو کې اندیښنې څرګندې کړې دي.
بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان چې د سرپرست حکومت مشرانو ته نږدې کس بلل کیږي، په ټویټر کې لیکلي له عمومي مشر میرویس اشرف سره خپل ګډ عکس خپور کړی او لیکلي
https://twitter.com/NaseebAFGcric/status/1544018669461716995?s=20&t=eNdSg2PoZ9CRQsDj0P8Mfg
: (( يو بل ته درناوی، اخلاص، ژمنتیا، بشپړه همغږي، ورورولي او مشوره د ادارې د کامیابۍ رازونه دي. یا الله موږ د بريا تر ټاکل شوو موخو ورسوې.))
عزیز الله فضلي څو کاله مخکې د افغانستان کرکټ بورډ رییس ټاکل شوی و، چې له امله یې په ملي لوبډله کې اختلافات رامنځته شول او په یوه ورځني نړیوال جام کې ملي لوبډلې هیڅ لوبه ونه ګټله او د لوبو پر مهال د لوبغاړو ترمنځ اختلافات راڅرګند شول.
څه موده وروسته هغه له دندې لرې او پر ځآی یې ډاکټر حامد شینواری د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو، خو کله چې په کابل کې د اشرف غني حکومت سقوط وکړ، نو عزیز الله فضلي یو ځل بیا د اسلامي امارات له مشرانو څخه د مکتوب په ترلاسه کولو ځان د کرکټ بورډ مشر وټاکلو.
https://pajhwok . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.