جلالاباد (پژواک، ۲۵چنګاښ ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د ۱۱ راډيوګانو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اووریزې سيالۍ د دوست راډيو کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
دغه ټورنمنټ چې له لوی اختر وړاندې پيل شوی و، په ننګرهار کې د ۱۱ راډيوګانو کرکټ لوبډلو پکې برخه اخېستې وه او موخه يې د راډيوګانو د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول و.
د یادو سياليو يوه تنظيموونکي او په ننګرهار کې د غږيزو رسنيو د اتحاديې مشر شفيقالله رحماني نن (د چنګاښ ۲۵مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د سيمهييزو راډیوګانو ترمنځ د کرکټ لوبو دا ټورنمنټ شاوخوا شل ورځې وړاندې پيل شوی و.
هغه زياته کړه، د دغو سیالیو موخه په رسنیز ډګر او د لوبو برخه کې د خبریالانو او د رسنیو همکارانو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول و چې دا چاره به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.
نوموړی زياتوي: «په دغو سياليو کې د دوست، شرق، کلید، مزل، صفا، مرام، ارزښت، هوډ، حقیقت غږ، سپین غر او ننګرهار ملي راډیوګانو لوبډلو ګډون کړی و، پرون يې پایلوبه د دوست او شرق راډيوګانو ترمنځ وه چې د دوست راډيو په بريا پای ته ورسېده.»
په پایلوبه کې د دوست راډیو کرکټ لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې يې د شرق راډيو لوبډله ونه توانېده چې دغه هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې يوازې ۱۱۷ منډې وکړې.
یادې سيالۍ د جلالاباد ښار د سراجالعمارت بڼ اړوند په ختيځ کرکټ اکاډمۍ کې ترسره شوې چې هره ورځ سلګونه کسان نندارې ته یې ورتلل.
Visits: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن