ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ۳۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعال شول

کونړ کې ۳۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعال شول

author avatar
17 Jul 2022 - 16:40
کونړ کې ۳۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعال شول
author avatar
17 Jul 2022 - 16:40

اسعد اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د کونړ د عامې روغتيا ریاست وايي چې د دغه ولایت په هغو سيمو کې يې ۳۱ ګرځنده طبي ټيمونه ګومارلي چې خلک يې له روغتيايي خدماتو بې برخې دي.

دغه ټيمونه خلکو ته په وړيا ډول روغتيايي او تغذیوي خدمات وړاندې کوي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص پژواک ته وویل چې د روغتيا وزارت د پلان او پالیسۍ له مخې، د بېلابېلو همکارو نړۍوالو موسسو په مرسته هغو ۳۱ سيمو ته ګرځنده طبي ټیمونه وګومارل شول چې پخوا يې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود.

مظفر وویل: «د کونړ په ډېرو سیمو کې خلک روغتیایي مرکزونو او خدماتو ته لاسرسی نه درلود؛ موږ له يوې ارزونې وروسته د دغه ولایت په ۳۱ سيمو کې ګرځنده روغتيايي ټیمونه فعال کړي دي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.