ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمرزو خلک: په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغه ولایت تاریخي ابدات ترمیم شوي نه دي

د نیمرزو خلک: په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغه ولایت تاریخي ابدات ترمیم شوي نه دي

author avatar
30 Jul 2022 - 19:12
د نیمرزو خلک: په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغه ولایت تاریخي ابدات ترمیم شوي نه دي
author avatar
30 Jul 2022 - 19:12

زرنج (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د نیمروز اوسېدونکي وایي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغه ولایت د تاریخي ابداتو ساتنې او ترمیم ته پاملرنه نه ده شوې او اوس له اسلامي امارته غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

نیمروزیان وایي، په دغه ولایت کې ډېر تاریخي ځایونه او ابدات شته، خو ډېری یې د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

محمدعیسی خاش چې له ۳۰ کلونو راهیسې په چخانسور ولسوالۍ کې ژوند کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، له ډېرو کلونو راهیسې د نیمروز تاریخي ابدې د جګړې، موسمي سېلابونو، بارانونو او سختو بادونو په څېر پېښو له امله تخرېبږي، خو د حکومتونو له خوا د ساتنې او بیارغونې لپاره یې هیڅ کار نه ترسره کېږي.

هغه وویل، پر طبیعي پېښو سربېره، دغه تاریخي ځایونه د خلکو له خوا هم د قیمتي او ارزښتمنو اثارو د موندنې لپاره کېندل کېږي.

هغه زیاته کړه: «هغه تاریخي ځایونه چې له ۵۰۰ کلونو ډېره تاریخي مخینه لري، کولای شو له ډلې یې د چهل برج کلا، چهل دختر، واقع زیارت امیران صاحب، د غلغلې ښار، شهر صفا، په چغانسور کې د ابراهیم کلا، د سیادک او سفیدک تپې، د محمد کلا او د مولانا صاحب زیارت یادونه وکړو چې د ویجاړېدو په درشل کې دي او کله کله خلک دغو تاریخي ځایونو ته د تفریح لپاره راځي خو تخریبوي یې.»

دغه نیمروزي اوسېدونکي په ډاګه کړه، یادې شوې کلاګانې یو وخت د سیستان باستان د شاهانو، سردارانو او فرهنګیانو د اوسېدو ځایونه ول او د نیمروز له معنوي ارزښتونو څخه ګڼل کېږي؛ خو په تېر حکومت کې هم د دغو فرهنګي میراثونو ساتنې ته پاملرنه نه ده شوې او هیله ده څو اوسنی حکومت دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د یاد ولایت د چخانسور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حفیظ‌الله هوتک وویل، د ابراهیم خان لرغونې کلا چې په چخانسور ولسوالۍ کې موقعیت لري، یوه تاریخي ابده ده چې له ۱۰۰ کلونو دېر لرغونتوب لري، خو اوسمهال فقط یوه مخروبه ده.

هغه پر تېر حکومت د نیوکې ترڅنګ وایي، په تېرو ۲۰ کلونو کې څومره مرستې وشوې، خو د تاریخي ابداتو د ساتنې په برخه کې په ځانګړي ډول نیمروز ولایت کې، اصلاً پاملرنه ونه شوه.

هغه زیاته کړه: «د دغې لرغونې کلا د ډېرو برخو ظاهري بڼه د طبیعي پېښو او د خلکو د سوء استفادې له امله له منځه تللې؛ ډېر وخت خلک د تاریخي او قیمتي اثارو د اېستلو په لټه کې تاریخي ابدات او له ډلې یې ابراهیم خان کلا کې کیندنې کوي، چې دا چاره د کلا د ویجاړېدو لامل ګرځي، خو حکومت تر اوسه د دغه کار مخنیوی نه دی کړی.»

هوتک زیاته کړه، لرغوني اثار ملي هویت او د هېواد معنوي پانګه ده چې د افغانستان تمدن نړۍ ته ښیي؛ نو حکومت باید د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په دغه حال کې د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیب‌الله الهام پژواک سره په خبرو کې وویل: «حکومت د تاریخي ځایونو د رغونې لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې لري، خو دغه چاره په لنډ مهال کې میسره نه ده.»

هغه د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، خلک باید د ملي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره له حکومت سره یو ځای کار وکړي؛ خکه چې د خلکو له همکارۍ پرته د تاریخي ځایونو ساتنه ناشونې ده.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د تاریخي او لرغونو اثارو د ثبت په موخه یوه کمېټه پر دنده ګومارلې ده چې دا کمېټه به د ویجاړو شوو ځایونو اندازه څېړي او خپل راپور به  اطلاعاتو او کلتور ادارې ته وړاندې کوي.

سرچینه وایي، د نیمروز تاریخي ابدات ډېر دي چې تر دې مهاله ۴۰ لرغوني اثار په دغه ریاست کې ثبت شوي؛ البته نور تاریخي ابدات هم شته چې د هغو شمېر تر اوسه نه دی معلوم او د ثبتېدو په حال کې دي.

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.