ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د ډبرو سکرو کان زهرجن ګاز د دوو کارګرو ژوند اخیستی

په بغلان کې د ډبرو سکرو کان زهرجن ګاز د دوو کارګرو ژوند اخیستی

author avatar
31 Jul 2022 - 18:44
په بغلان کې د ډبرو سکرو کان زهرجن ګاز د دوو کارګرو ژوند اخیستی
author avatar
31 Jul 2022 - 18:44

پلخمري (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د بغلان ولایت مسئولین وايي چې نن د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ د ډبرو سګرو کان کې د زهرجن ګاز له امله دوه کارګر مړه شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي پژواک ته وویل: «د نهرین ډبرو سکرو په کان کې د زهرجن ګاز له امله دوو کسانو ساه ورکړې ده.»

خو د سيمې يوه ځايي اوسېدونکي پژواک ته وویل، په دغه پېښه کې څلور کسان مسموم شوي هم دي او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د دغه ولایت د کانونو رییس مولوي عبدالله حماد پژواک ته دغه پېښه تاييد کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې دقیق معلومات وړاندې نه کړل.

ده زياته کړه چې ځاني زيان اوښتی او سيمې ته د بررسۍ لپاره مسلکي ټيم هم ورغلی او په وینا يې چې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر به وروسته معلوم شي.

بل خوا د یادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي دوست محمد پژواک ته وویل چې پېښه غرمه مهال د نهرین ولسوالۍ په چنارک سيمه کې د حاجي رحیم الله د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه چې دوه تنه زهرجن ګاز وژلي او څلور کسان بې هوشه شوي او اوس په یوه ځايي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د یادونې ده پنځه میاشتې وړاندې هم چنارک سیمې د کان ښوېیدو په پېښه کې د دغه کان  لس کارکوونکي مړه شوي وو.

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.