ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: برېښنایي پېژندپاڼې تر نوي امر پورې چاپ ته نه لېږل کېږي

سرچينه: برېښنایي پېژندپاڼې تر نوي امر پورې چاپ ته نه لېږل کېږي

author avatar
1 Aug 2022 - 09:36
سرچينه: برېښنایي پېژندپاڼې تر نوي امر پورې چاپ ته نه لېږل کېږي
author avatar
1 Aug 2022 - 09:36

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د کارتونو د نه شتون له امله برېښنایي تذکرې تر نوي امر پورې نه وېشل کیږي، خو د غوښتونکو د هویت تثبیت، بایومټریک او نور پړاوونه یې وهل کیږي.

د تذکرو د وېش د یوې څانګې د معلوماتو له مخې، د برېښنایي تذکرو کارتونه په بهر کې چاپیږي او د تذکره‌غوښتونکي ځانګړنې بیا د نورو اړینو پړاوونو له وهلو وروسته په کابل کې په یاد کارت کې ثبت او چاپیږي.

تېره شنبه (د زمري لومړۍ نېټه) په مرکز او ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو ته په یوه استول شوې خبرتیا کې – چې کاپي یې پژواک ترلاسه کړې – راغلي: «مدیر صېبانو نن تر دوو بجو تذکرې پاس کولا شئ، د تخنیکي ستونزو له امله له دوو بجو وروسته تذکرې تر امر ثاني پورې چاپ ته نه لېږل کېږي او کنټرول کیفیت کارمندان دې د لېږلو کوشش هم نه کوي.»

خبرتیا کې راغلي چې د الکترونیکي تذکرو د مرکزونو کارکوونکي کولی شي د مراجعینو دوسیې یواځې د چک، راټولولو، د هویت تثبیت، د کورنۍ تذکرو د نوم‌ليکنې او بایومټریک لپاره ترلاسه او دوسیه بېرته مراجعینو ته وسپاري او مراجعین دې خپلې دوسیې د سیسټم له بیاځلي فعالېدو وروسته د عوایدو د تحویلۍ او چاپ ته د لېږلو په موخه یاد مرکز ته ور وړي.

د احصایې او معلوماتو په ملي اداره کې یوه باوري سرچينه – چې نه غواړي نوم یې څرګند شي – یاده خبرتیا تاییدوي او وایي چې د برېښنایي تذکرو کارتونه خلاص شوي دي.

دی وایي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې یوې کمپنۍ د الکترونیکي تذکرو د چاپ ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې په اړه له ده سره نور معلومات نشته.

د هغه په وینا، دغه ستونزه به حل شي، خو د حل د کره نېټې په اړه یې څه نه شي ویلای.

د یادې ادارې یوې بلې سرچینې هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مهال د احصایې ملي اداره د برېښنایي تذکرو کارتونه نه لري او د دغو تذکرو په وېش کې ځنډ هم له همدې له امله رامنځته شوی دی.

ده وویل: «اوس موږ د مراجعینو ټول کارونه خلاصوو، پیسې نه ترې اخلو، دوسیه یې ورکوو او ورته وایو چې احوال اخله، کله چې ستونزه حل شوه، بیا راشه، پیسې تحویل کړه او تذکره به دې چاپ ته ولېږل شي.»

یو شمېر کابل ښاریان هم له دې ستونزې شکایت لري

د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند سیمې یو اوسېدونکی ذبیح‌الله وایي، څو ورځې مخکې د کابل ښار  ارزان قیمت سیمه کې د برېښنایي تذکرو د وېش یوې څانګې ته ورغلی و او د تذکري ترلاسه کولو اړین پړاوونه یې ووهل شول، خو د تذکرو د وېش کارکوونکو ورته وویل چې پوښتنه دې کوي او کله چې تخنیکي ستونزه حل شي، تذکره به یې چاپ ته ولېږل شي.

دی وایي چې له څو ورځو راهيسې یې پوښتنه کوي خو ورته ویل کېږي چې ستونزه لا پر خپل ځای ده.

هغه له حکومته غواړي چې دغه ستونزه هواره کړي.

ځینو نورو کسانو هم پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې د یادې ستونزې یادونه کړې او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه ژر هواره کړي؛ ځکه چې خلک برېښنایي تذکرو ته اړتیا لري.

خو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مطبوعاتي دفتر مسوولین وایي، نه غواړي په دې اړه له رسنیو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له غبرګولي میاشتې راهیسې د تذکرو د کارتونو د کموالي له امله، د تذکرې غوښتونکو ته شاوخوا دوه میاشتې وخت ورکول کېده.

په هېواد کې د برېښنايي تذکرو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي په ۱۳مه پیل شوی دی.

د احصايې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې ۸،۲ میلیون تذکرې وېشل شوې او له دې ډلې څه باندې ۲،۱ میلیون نورې په افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته وېشل شوې دي.

Visits: 615

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.