ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو په سیداباد کې له یو شمېر سېلاب‌ځپلو سره مرسته وشوه

د میدان وردګو په سیداباد کې له یو شمېر سېلاب‌ځپلو سره مرسته وشوه

author avatar
14 Aug 2022 - 01:42
د میدان وردګو په سیداباد کې له یو شمېر سېلاب‌ځپلو سره مرسته وشوه
author avatar
14 Aug 2022 - 01:42

میدان‌ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ د تنګي درې له سېلاب‌ځپلو سره نغدي او د لومړنیو خوراکي توکو مرسته وشوه.

یادې سیمې ته – چې د وړمې شپې سېلابونو سخته ځپلې – نن له غرمې وروسته والي محمدامین عمري د ځینو ادارو د رییسانو په ملتیا سفر وکړ.

والي عمري له زیانمنو سیمو د لیدنې ترڅنګ له ۱۶ هغو کورنیو سره ۳۰-۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو.

دغه راز د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او کلیو بیارغونې او پرختیا ریاستونو له سلو سطحي زیانمنو کورنیو سره د شاوخوا لس زره افغانیو په ارزښت د روغتیايي توکو او لومړنیو وسایلو مرسته وکړه.

محمد امین عمري زیانمنو کورنیو ته په نږدې راتلونکي کې د لا ډېرو مرستو رسولو ډاډ ورکړ.

د دواب سیمې اوسېدونکي محمد وارث پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې په لومړي ځل حکومتي مسوولینو یادې سیمې ته سفر کړی، خو زیاته یې کړه چې یادې مرستې یې اړتیاوې نه شي پوره کولای حکومت باید له دوی سره د کورونو په بیارغولو کې نوره مرسته هم وکړي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.