ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږو نابینا غړو لرونکې یوې کورنۍ سرپرسته طیبه له اقتصادي ستونزو کړېږي

د شپږو نابینا غړو لرونکې یوې کورنۍ سرپرسته طیبه له اقتصادي ستونزو کړېږي

author avatar
25 Aug 2022 - 17:52
د شپږو نابینا غړو لرونکې یوې کورنۍ سرپرسته طیبه له اقتصادي ستونزو کړېږي
author avatar
25 Aug 2022 - 17:52

نیلي (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): طیبه چې له دې پرته د کورنۍ ټول شپږ غړي (خاوند او څلور اولادنه) یې مورذاتي نابینا دنیا ته راغلي، اوس له اقتصادي ستونزو کړېږي.

یاده کورنۍ د دایکنډي په مرکز نیلي کې اوسېږي.

۳۷ کلنه طیبه چې د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ د «سنګا» کلي اوسېدونکې ده وایي، ۲۵ کاله مخکې یې د خپل تره له زوی سره چې  نابینا و، واده وکړ، له هغه وخته تر دې مهاله ۴ اولادونه لري چې ټول نابینا دنیا ته راغلي دي.

د طیبې په خبره، په میرامور ولسوالۍ کې یې چې کومه لږه ځمکه لرله، د اقتصادي ستونزو له امله یې پلورلې او دوه کاله مخکې د یاد ولایت مرکز ته راکډه شوې ده.

دغه مېرمن وایي، په تېرو وختونو کې یې له خیریه بنسټونو مرستې ترلاسه کولې، خو اوس دغه مرستې کمې شوې او له سختو اقتصادي ستونزو ځورېږي.

هغې وویل: «پنځه واړه نابینایان له ماسره دي، له حکومت او خیریه بنسټونه غواړم مرسته وکړي څو عیال مې تلف نه شي، که مرسته پيدا شي خورو یې، که پیدا نه شي وږي یو.»

دغه کورنۍ اوسمهال د دایکنډي د مرکز اړوند «سرنیلي» کلي کې په یوه کرایه کور کې ژوند کوي او وایي، د دوی ګاونډیان او د سیمې نور خلک د بېوزلۍ او وچکالۍ له امله له دوی سره د مرستې وس نه لري او له بلې خوا د خیریه بنسټونو مرستې هم کمې شوې دي.

طیبه وایي: «دا چې زه وینم د کورغړي مې د نابینایۍ له امله په تکلیف کې دي؛ زه خپله هم رنځېږم او زما اندېښنې دوه برابره شي، کله چې زه د نورو ښځو خاوندان او اولادونه وینم چې روغ دي، له خپل ژونده متاثره کېږم.»

هغې زیاته کړه، دوه زامن یې چې یو یې ۱۷ کلن او بل یې ۱۵ کلن او دوه لوڼې یې چې یوه یې ۲۰ کلنه او بله یې ۲ کلنه دي، ټول نابینا دي.

له بلې خوا، د طیبې خاوند ناصر چې نابینا دی او ځان د خپلو نابینا اولادونو د نابینایۍ لامل بولي، وایي، په وړکتوب یې یو ځل ډاکټر ته مراجعه کړې خو د ناروغۍ درملنه یې ونه شوه.

هغه زیاتوي، ډاکټرانو ورته ډېره سپارښتنه کړې څو د اولاد له زېږولو ډډه وکړي، خو هغه په دغو سپارښتنو عمل نه دی کړی او په کورنۍ کې یې نابینایۍ ناورین رامنځته کړی.

ناصر وویل: «زموږ سرپرسته یوازې زما مېرمن ده چې هغه هم د ملا تکلیف لري او سخت کارونه نه شي کولی، مېرمن مې اړه ده څو زموږ د مراقبت لپاره په کور پاتې شي نو له همدې امله نفقه راوړونکی نه لرو.»

دغه کورنۍ اوس د دایکنډي له سیمه ییزې ادارې، خیریه بنسټونو او د دغه ولایت له اوسېدونکو هیله لري څو د خوراکي مرستو برابرولو ترڅنګ ورته سرپناه هم برابره کړي.

په همدې حال کې د دایکنډي سیمه ییز مسوولین له یادې کورنۍ سره د مرستو کولو خبر ورکوي.

د دایکنډي والي امین الله عبید وویل، په تېر ژمي کې یو ځل یادې کورنۍ ته د ډاډګېرنې په خاطر تللی وم، د نغدي مرستې ترڅنګ مې له هغو سره په یاد ولایت کې د کډوالو ښارګوټي کې د یوې نومرې ځمکې ژمنه هم کړې ده.

د والي په خبره چې دغه کورنۍ هره میاشت نغدې پیسې د ولایت له دفتره ترلاسه کولی شي.

Visits: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.