ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سعودي یوې محکمې د کعبې پخوانی امام په لسو کلونو بند محکوم کړی

د سعودي یوې محکمې د کعبې پخوانی امام په لسو کلونو بند محکوم کړی

author avatar
26 Aug 2022 - 02:39
د سعودي یوې محکمې د کعبې پخوانی امام په لسو کلونو بند محکوم کړی
author avatar
26 Aug 2022 - 02:39

اټلانټا (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱) : د سعودي عربستان یوې محکمې په مکه مکرمه کې د حرم شریف د کعبې شریفې پخوانی امام شیخ صالح الطالب په لسو کلونو بند محکوم کړی دی.

بي بي سي اردو په قطر کې د عربي ۲۱، په نامه د یوې وېب پاڼې په حواله د وږي په ۳مه، خبر ورکړی چې د سعودي یوې محکمې د اګست په ۲۲مه، دغه پرېکړه کړې، خو سعودي رسنیو دا خبر نه دی خپور کړی.

په خبر کې راغلي چې سعودي پولیسو د حرم شریف پخوانی امام د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په اګست میاشت کې نیولی و، خو د نیولو لامل یې نه و په ډاګه شوی.

خو ځینو سرچینو ویلي چې هغه پر حکومتي پرېکړو د نیوکو له امله نیول شوی و.

د راپورونو له مخې شیخ صالح الطالب د سعودي په بیلا بیلو محکمو کې د قاضي په توګه هم دندې ترسره کړې دي چې پکې په ریاض کې د ځانګړې محکمې او د مکې د استیناف محکمې د قاضي په توګه پاتې شوی دی.

الجزیره تلویزیون د ځینو سعودي فعالانو په حواله خبر ورکړی چې د سعودي حکومت د هغو کسانو د نیولو هڅې کوي چې پر چارواکو نیوکې کوي او یا هم په ولس کې ډیر ملاتړي لري.

دغه تلویزون ویلي چې تر نیول کېدو مخکې د کعبې امام د ((جابر او مطلع العنان )) چارواکو پر ضد خطبه ورکړې وه، خو د سعودي د شاهي کورنۍ د چا نوم یې نه و اخیستی.

 

Visits: 4130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.