Language

متقي: بهرمېشتي هېوادوال دې له حکومت سره همغږي ډېره او اړیکې لا ټینګې کړي

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، بهرمېشتي هېوادوال دې له نوي حکومت سره همغږي ډېره او اړیکې لا ټینګې کړي څو له شته فرصتونو پر وخت مثبته ګټه واخیستل شي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له پوهاند استاد عثمان تره‎کي او مل پلاوي سره وکتل.

د خبرپاڼې په حواله، استاد تره‎کي په افغانستان کې د سراسري امنیت ټینګښت د افغان ولس لپاره ستر بری یاد کړ او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د اروپا‎مېشتو افغانانو نظریات شریک کړل او ټینګار ‏یې وکړ چې باید له یو او بل سره د نظرونو تبادله او همکاري ولري.

خبرپاڼه زیاتوي، متقي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او ویې ویل چې په کور دننه او بهر افغانان مسوولیت لري څو د هېواد په بیا ابادۍ او پرمختګ کې رول ولوبوي.

هغه ویلي، بهرمېشتي هېوادوال دې له نوي حکومت سره همغږي ډېره او اړیکې لا ټینګې کړي څو له شته فرصتونو پر وخت مثبته ګټه واخیستل شي.

 

Related Topics