ژبه

د کرکټ ملي لوبډله اسیا جام کې له ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ ملي لوبډله په اسیا جام سياليو کې له ګډون وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ اسیا جام سیالیو کې له ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ د اګسټ په ۲۷مه، متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې افغانستان په لومړي پړاو کې بنګله‌دېش او سریلانکا ته ماتې ورکړه.

خو د ياد جام په دویم پړاو سياليو کې سریلانکا، پاکستان او هندوستان افغانستان ته ماتې ورکړه.

دغه‌راز د کرکټ اسیا جام سیالیو په لړ کې سریلانکا او پاکستان پای‌لوبې ته لار موندلې چې سبا (یکشنبه) به ترسره شي.

د یادونې ده چې له دې وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله په نړۍوال شل اووریز جام کې د ګډون په موخه استرالیا ته لاړه شي او هلته به د اکتوبر په ۱۷مه، د بنګله‌دېش او د همدې میاشتې په ۱۹مه له پاکستان سره تمریني سیالۍ تر سره کړي.