ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

  د ځینو ترکي کمپنیو استازي د  دوه‌ اړخیزې پانګه‌ونې په موخه کابل ته راځي

  د ځینو ترکي کمپنیو استازي د  دوه‌ اړخیزې پانګه‌ونې په موخه کابل ته راځي

author avatar
21 Sep 2022 - 11:11
  د ځینو ترکي کمپنیو استازي د  دوه‌ اړخیزې پانګه‌ونې په موخه کابل ته راځي
author avatar
21 Sep 2022 - 11:11

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): افغانستان له یو شمېر ترکي کمپنیو سره د دوه اړخیزې پانګه‌ونې او سوداګرۍ ودې په موخه د دواړو لورو له خوا د ګډ کاري ټیم پر جوړېدو هوکړه وکړه او په دې تړاو به د ترکیې یو پلاوی کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې نن د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رياست په ترکيه کې د افغانستان سفارت پر همکارۍ يو اقتصادي انلاین ناسته تر سره کړه.

دی وايي: «له ترکيې څخه د نوي رفاه ګوند اقتصادي چارو مشر محمد التوز او په یاد هېواد کې د صنعت، زراعت، ساختماني کمپنیو او معادنو برخو کې د بېلابېلو کمپنیو استازو او له افغانستان څخه د بهرنيو، کانونو، سوداګرۍ او صنایعو او مالیې وزارتونو او د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازو ګډون درلود.»

هغه زیاته کړې چې په ياده ناسته کې د افغانستان پر کانونو، ټرانسپورټ، کرنې، سوداګريزو فرصتونو او د صادراتو او وارداتو د انتقال پر لارو چارو خبرې وشوې.

بلخي لیکلي چې د دوه اړخیزې پانګه‌ونې او سوداګرۍ ودې په موخه، د دواړو لورو له خوا د ګډ کاري ټیم پر جوړېدو توافق وشو او په لوړه کچه به له ترکیې نه با صلاحیته پلاوی کابل ته راځي څو له افغان سوداګرو او د اړوند سکتوري وزارتونو استازو سره له نږدې توافق ته ورسي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.