اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱) : د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې کابل کې د آریانا طبي کمپلېکس له درملتون څخه یې داسې هندي درمل کشف او ضبط کړي چې هلته یې پر کارولو بندېز لګول شوی دی.
د یادې ادارې لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د څارنې ټیم تېره شپه ناوخته پر آریانا طبي کمپلېکس درملتون چاپه ووهبه.
سرچینې زیاته کړې، د پلټنو پر مهال له یاد درملتون څخه په سلګونه بوتله شربت او سلګونه پاکټه مختلف ډول تابلیت، پيچکارۍ او ورته نور طبي محصولات ترلاسه شول.
https://twitter.com/AFDA1401/status/1578038111090921473?s=20&t=5CxP0Xea_IE3jT3h0rvAnw
د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي، دغه راز په سلګونه قلمه غیر قانوني درمل، چې په نورو هیوادونو کې د هغو استعمال بند ده، خو په آریانا طبي کمپلېکس کې په عامو خلکو په لوړه بیه پلورل کېدل، هم ضبط شول.
په هغه ویډیو کې چې د یادې ادارې لخوا خپره شوې، د پلټنې ټیم مشر او ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر وایي، تاریخ تېري، بې کیفیته درمل او نور هغه درمل چې پر خرڅلاو یې بندېز دی، هم پر خلکو خرڅول کېده.
ډاکټر عمر دغه راز زیاته کړې، چې دوی درمل په ډیره لوړه بیه هم خرڅوي او د بېلګې په توګه یې وویل چې یو پاکټ پاراسټامول په ۶۰ افغانۍ خرڅوي چې په بازار کې یې بیه ۲۰ افغانۍ ده.
د نوموړي په وینا، هغه درمل چې په هندوستان کې بنده ده، دلته راوړل شوې چې د معدې د ګڼ شمېر ناروغیو ترڅنګ د سرطان ناروغي هم رامنځته کوي.
بلخوا د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خوړو او درملو ملي ادارې یادې لاسته راوړنې ته په غبرګون کې ویلي، ټول هېوادوال، په ځانګړي ډول هغوی چې باسواده دي او خصوصا ډاکټر صاحبان دې، باید پخپل ملت باندې ډير ترحم او شفقت ولري.
هغه زیاته کړې : “د پيسو پيدا کیدو مشروع لارې باید ولټوو، نه دا چې خدای مه کړه د خپل بیچاره ولس له ژوند سره لوبې وکړو. هیله ده اریانا روغتون بیا ځل داسې اشتباه ونه کړي. “
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې مشر نن په کابل کې د فارمسیسټانو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي چې په هېواد کې ۹۰سلنه معیاري درمل پلورل کېږي.
د آریانا طبي کمپلېکس تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.