ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخنیکي ستونزې له امله د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد

د تخنیکي ستونزې له امله د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد

author avatar
8 Oct 2022 - 02:55
د تخنیکي ستونزې له امله د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد
author avatar
8 Oct 2022 - 02:55

آټلانټا (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټونو د وېش لړۍ یې تر نامعلومې مودې پورې ځنډولې ده.

د دغه وزارت لخوا په دې اړه په ټویټر کې د پاسپورټ ریاست اړونده یوه خبرتیا خپره شوې ده.

په خبرتیا کې راغلي، د پاسپورټ لوی ریاست په پام کې لري چې، مراجعینو ته د لا ښه او معیاري خدمتونو رسولو په برخه کې ددې ادارې په تخنیکي او تجهزیاتي توکو کې یو څه مثبت بدلونونه راولي.

سرچینې زیاته کړې، ددې لپاره چې څلور، پنځه زره پاسپورټونه په مرکز کې وېشل کېږي، نو ماشینونه د وخت په تېرېدو سره خپل اصلي کیفیت له لاسه ورکوي او بېرته رغولو او یا بدولو ته اړتیا لري.

یاد ریاست ویلي، د دې چارې سمبال یوه اندازه وخت نیسی او د پاسپورټونو وېش، په یاده موده کې دریږي.

د پاسپورټ ریاست هېوادوالو ته خبر ورکړی چې د تخنیکي ستونزو تر حلېدو پورې، د تلې میاشتې له ۱۶مې څخه د پاسپورټونو د وېش لړۍ په ټولیزه توګه بنده او له مراجعینو یې غوښتي دي چې تر بیا خبرولو پورې د پاسپورټ لوی ریاست ته مراجعه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاسپورټ عمومي ریاست مرستیال شېرشاه قریشي د روان لمریز کال(د وږي لومړۍ نېټه) په کابل کې «ملت ته د دولت حساب ورکولو» ناسته کې، ویلي وو، چې په تېر یوه کال کې ۷۱۴۳۳۷ جلد پاسپورټونه د انلاین او افلاین فورمو له لارې غوښتونکو ته وېشلي او له دغه مدرکه یې ۴۰۵۵۵۸۲۲۵۰ افغانۍ بانک ته تحویل کړي دي.

نوموړي وویل، په دغه موده کې ۱۵۰زره کسانو د پاسپورټ لپاره غوښتن‌لیکونه ورکړي دي.

د هغه په وینا، د کورنيو چارو، ماليې او بهرنيو چارو وزارتونو په همکارۍ د ٣ ميليون پاسپورټونو قرارداد نهايي شوى او ډېر ژر به حکومت ته وسپارل شي.

سرچینې زیاته کړه، دوه میلیونه نور پاسپورټونه د کورنیو چارو وزارت له خوا وړاندیز شوي چې د تخنیکي ځانګړنو او نورو اړوند کارونو لپاره مالیې وزارت ته سپارل شوي دي.

ده ویلي،، هره ورځ څلور زره پاسپورټونه وېشي، خو په پلان کې لري چې تر راتلونکې میاشت دغه شمېر لس زرو ته ورسوي.

Visits: 588

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.