ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ځمکې پر سر شخړه؛ اته کوچیان د امنیتي کسانو په ډزو ټپیان شوي

غزني کې د ځمکې پر سر شخړه؛ اته کوچیان د امنیتي کسانو په ډزو ټپیان شوي

غزني (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د غزني د مرکز اړوند په شیخ عبدالسلام سیمه کې د ځمکې د ملکیت پر سر د کوچیانو او امنیتي کسانو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې د امنیتي کسانو په ډزو کې اته کوچیان ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، پرون مازیګر ناوخته یو شمېر کوچیانو غوښتل په یاده سیمه کې په خپلسرې توګه دولتي ځمکې ووېشي او کورونه ورباندې جوړ کړي چې امنیتي کسانو یې د مخنیوي هڅه کړې، خو کوچیانو ناسم چلند ورسره کړی او هغوی ډزو کولو ته اړ شوي دي.

خو کوچیان وايي، له کلونو راهیسې په دې سیمه کې استوګن دي او پرون یې غوښتل دلته کورونه اباد کړي خو امنیتي کسان ورغلي او د دوی د دغه کار مخنیوی یې کړی، پر دوی یې ډزې کړې او ۸ کوچیان یې ټپيان کړي دي.

له پېښې وروسته سلګونه کوچیان له لرګیو او ډبرو سره د کابل- کندهار لارې ته راوتلي وو او دغه لار یې د پېښې په غبرګون کې د اعتراض په توګه د دوو ساعتونو لپاره تړلې وه.

دوی غوښتنه کوله چې د پېښې عاملانو ته دې سزا ورکړل شي او نیول شوي کسان دې خوشي شي.

د غزني ښار د قلعه جوز سیمې د کوچیانو استازي او قومي مخور نظر پژواک خبري اژانس ته وویل، دلته له ډېر پخوا کوچیان مېشت دي خو اوس چې غواړي ځانونو ته کورونه جوړ کړي، امنیتي کسان یې مخنیوی کوي.

هغه زیاته کړه: «پرون د امارت کسان راغلل، زموږ کورونه یې ونړول، ترمنځ مو شخړه راغله، د امارت کسانو ډزې شروع کړې، ۸ کسان یې شدید ټپيان کړل چې ډېر یې پر سر- سر لګېدلي او اوس په روغتونونو کې بستر دي.»

دی وايي، له پېښې وروسته سلګونو کوچیانو د اعتراض په ډول د کابل- کندهار عمومي لاره وتړله چې وروسته د غزني والي د کوچیانو قومي مخور ور وغوښتل، هغوی ته یې وویل چې لار دې خوشې کړي او ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.

خو ده یادونه وکړه، که ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه و نه شي نو په کرار نه کښېني او خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د نور جمال په نوم یوه بل کوچي پژواک خبري اژانس ته وویل، کوچیان له کلونو راهیسې پر دغه ځمکه له حکومت سره دعوه لري، خو حکومت نه یوازې د دوی د حق په ورکړه کې ناغېړي کوي، بلکې وخت نا وخت ناوړه چلند هم ورسره کوي.

ده زیاته کړه: «پرون زموږ سیمې ته د اسلامي امارت ځواکونه راغلل او په زور یې له خپلو کورونو و ایستو.»

دی وايي، خلکو د هغوی غوښتنه و نه منله، هماغه و چې د دواړو لورو ترمنځ اخ او ډب پیل شو، امنیتي کسانو پر کوچیانو د کونداغونو ګوزارونه پیل کړل، وروسته یې ډزې وکړې، یو شمېر کوچیان یې ژوبل کړل او یو شمېر نور یې ورسره بوتلل.

نوموړي وویل، د غزني والي ژمنه ورسره کړې چې د پرونۍ پېښې عاملین به نیول کېږي، نیول شوي کوچیان به خوشي کېږي او ولایتي اداره به د دوی ستونزې حلوي.

خو ده یادونه وکړه چې که په نن او سبا کې یې غوښتنو ته رسیدګي و نه شي نو پراخ لاریونونه به وکړي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي منصور افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون مازیګر ناوخته یو شمېر کوچیانو غوښتل په دې سیمه کې په خپلسرې توګه دولتي ځمکې ووېشي او کورونه ورباندې جوړ کړي، خو امنیتي کسانو یې د مخنیوي هڅه کړې چې کوچیانو ناسم چلند ورسره کړی او هغوی ډزو کولو ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۸ کوچیان ټپیان شوي او یو شمېر کسان نیول شوي دي.

دی وايي، نن د ولایتي ادارې یو لوړپوړی پلاوی سیمې ته تللی څو موضوع د قانون له مخې له نږدې وڅېړي چې پایلې به یې وروسته په ډاګه شي.

Visits: 596

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.