ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د والیبال غوره لیګ سياليو اتلولي ام‌البلاد لوبډلې وګټله

د والیبال غوره لیګ سياليو اتلولي ام‌البلاد لوبډلې وګټله

author avatar
17 Oct 2022 - 11:26
د والیبال غوره لیګ سياليو اتلولي ام‌البلاد لوبډلې وګټله
author avatar
17 Oct 2022 - 11:26

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د المپيک ملي کمېټه وایي چې د افغانستان د زونونو په کچه د والیبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د دویم ځل لپاره ام‌البلاد لوبډلې ترلاسه کړه.

د افغانستان د ورزش او المپيک ملي کمېټې د نشراتو رییس اتل مشواڼي د تلې په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د زون په کچه د شپږو لوبډلو په کډون د تلې په ۱۷مه کابل کې پيل شوې وې چې تېره ورځ پای ته ورسېدې.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه ليګ کې ام‌البلاد، نښتر، نګین هریوا، بالاحصار، سپين غر او بست لوبډلو برخه اخيستې وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یاد لیګ سیالیو پایلوبه کې د ام‌البلاد او بالاحصار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ده وويل چې ام‌البلاد درې د يو پر وړاندې بالاحصار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې ترلاسه کړه.

د مشواڼي په خبره، په سږني لیګ کې د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ له بېلابېلو ولایتونو ۴۰ نوو ځوانانو ته هم برخه ورکړل شوې وه.

د یادونې ده، ام‌البلاد لوبډلې په ۱۳۹۹ کال کې هم د افغانستان د والیبال غوره لیګ سياليو اتلولي ترلاسه کړې وه.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.