ژبه

د کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال جام خپله دویمه لوبه سبا له نیوزلنډ سره کوي

کابل (پژواک، ٣ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه سبا د نیوزلنډ پر وړاندې ترسره کوي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې دوولس نیمې بجې پيلېږي.

دغه لوبه د اسټرالیا د ملبورن ښار د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي وو چې افغان کرکټ ملي لوبډله د ملبورن ښار ته رسېدلې ده.

د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله خپله درېیمه لوبه د اکتوبر په ۲۸مه له ایرلینډ سره ترسره کوي.

ورته موضوع