کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، ناروې هېواد په افغانستان کې له اړو خلکو سره ۸ میلیون کرون مرسته کړې ده.
دغه سازمان نن (سه شنبه) په خپله ټويټرپاڼه کې ویلي، ناروې هېواد له افغانستان سره ۸ میلیون کرون چې نږدې۷۵۰زره ډالره کېږي، مرسته کړې ده.
اوچا څرګنده کړې چې ناروې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۸میلیون ډالرو مرسته کړې ده.
یاده اداره د مرستو خبره په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان د نفوس ۵۹ سلنه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د يادولو ده، تېره ورځ بريتانيا هم اعلان وکړ چې د اغاخان بنسټ له لارې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او کاري زمینو برابرولو په برخو کې څه باندې ۱۱ میلیون پونډه لګوي.
سرچینې ویلي، د دې مرستو موخه د وچکالۍ او بېکارۍ له امله د ځپلشوو کورنیو ملاتړ دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










