کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، په دې وروستیو کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پارونکی او د دواړو هېوادونو په زیان دی.
د راپورونو له مخې، له څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تېره ورځ په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.
سرچینې لیکلي، په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني سفیر ته وویل چي په دې وروستیو کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پارونکی او د دواړو هېوادونو په زیان دی.
متقي همداراز په کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست څخه غوښتي چې د پاکستان د ویزو د اجراء په برخه کي شته ستونزې هوارې او اسانتیاوې رامنځ ته کړي او د ځنډ او خنډ مخه یې ونیسي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، عبیدالرحمن نظاماني ژمنه وکړه چې ورکړل شوي پيغامونه به له خپلو چارواکو سره شریکوي او د هر ډول ستونزو د هواري ډاډ یې څرګند کړ.
نظاماني ویلي، پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه دي چې ګن مذهبي، کلتوري او اقتصادي مشترکات لري او حکومت به یې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فضاء خړه او حالت کړکېچن کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نظاماني څرګنده کړې، هر هغه څه چې د سفارت اړوند او دده په مسؤلیتونو کې راځي، هغه به ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لړم په ۱۷مه، د راپورونو له مخې ویلي وو چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په سند ايالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال نيولي او بنديان کړي دي. هغه له پاکستانه غوښتي و چې له افغان کډوالو سره د نړۍوالو موازینو او بشري حقونو له مخې سالم چلند وکړي.
Visits: 626
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن