ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د غوړیو تولید دویمه فابریکه هم فعاله شوه

هلمند کې د غوړیو تولید دویمه فابریکه هم فعاله شوه

author avatar
12 Nov 2022 - 14:29
هلمند کې د غوړیو تولید دویمه فابریکه هم فعاله شوه
author avatar
12 Nov 2022 - 14:29

لښکرګاه (پژواک ، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ټولنې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو ورځو په اوږدو کې د پنبې پروسس او د غوړیو تولید دویمه فابریکه هم فعاله شوه.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ټولنې رییس غلام یحیی پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د مرکز لښکرګاه د درېیمې امنیتي حوزې په بولان سیمه کې د پنبې د پروسس او د غوړیو تولید دویمه فابریکه فعاله شوه او د تولید چارې يې پيل کړې.

هغه زیاته کړه، اوس د دغه ولایت صنعت د ودې په حال کې دی او په دې برخه کې سوداګرو پانګونه ډېره کړې ده.

په لښکرګاه کې د دغه نوې فعالې شوې فابريکې مالک حاجي ملا عبدالجبار پژواک اژانس ته وویل: «د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت مې د پنبې د پروسس او غوړیو د تولید نوې فابريکه جوړه او فعاله کړه.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.