کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د اقلیمي بدلونونو له امله په افغانستان او سوېلي اسیا هېوادونو کې ۱۵ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف دغه موضوع نن (شنبه) د یوه ټوېټ په خپرولو سره څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې یادونه کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې، په افغانستان او سوېلي اسیا هېوادونو کې له ۱۵ میلیون ډېرې نجونې او هلکان مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ زیاته کړې: «اوس ډېره اړینه ده چې ماشومان د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي له لارې د اقلیمي بدلون له نړۍ سره ژوند ته چمتو کړو.»
د یادونې ده، څه موده مخکې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک د اقلیمي ویجاړونکو اټکلونو له ګواښ سره مخ دي.
یوناما په ډاګه کړې وه چې افغانستان اوسمهال د طبیعي افاتو پر وړاندې په دوامدار ډول زیانمنونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، افغانستان د اقلیم په تغییر کې هيڅ ډول منفي ونډه نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








