ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ وشوې

زابل کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ وشوې

author avatar
19 Nov 2022 - 18:03
زابل کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ وشوې
author avatar
19 Nov 2022 - 18:03

کلات (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې د دغه ولایت د بایسکل ځغلونې فدراسیون له لوري د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې چې موخه يې ورزش ته د زابلي ځوانانو هڅول بلل شوي دي.

د دغه ولایت د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر نثاراحمد امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیالیو کې د مرکز کلات ۲۰ لوبغاړو ګډون کړی و.

نوموړی زیاتوي، یادې سیالۍ د سیوري ولسوالۍ له کاټلي سیمې څخه پیل او د مرکز کلات اړوند په صحرانې سيمه کې د ۱۷ کيلومترو واټن په وهلو سره پای ته ورسېدې.

د هغه د معلوماتو پربنسټ، په دې سیاليو کې احمد ضیاء خپلواک لومړی، کریم‌الله همدرد دوهم او محمد ضیاء‌ درېیم مقام خپل کړ. د دې سیالیو لومړی، دوهم، درېیم او څلورم مقام ګټوونکي به د بایسکل ځغلونې ملي ټیم ته انتخاب شي او هلته به په سیالو کې د زابل په استازولۍ ګډون وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.