ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني فارغان د طبي شورا د دولتي ازموینې له ځنډه شکایت کوي

ځیني فارغان د طبي شورا د دولتي ازموینې له ځنډه شکایت کوي

author avatar
21 Nov 2022 - 15:20
ځیني فارغان د طبي شورا د دولتي ازموینې له ځنډه شکایت کوي
author avatar
21 Nov 2022 - 15:20

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د طبي لوړو زده‌کړو موسسو ځیني فارغان سر ټکوي چې له شاوخوا ۱۳ میاشتو راهیسې د طبي شورا دولتي ازموینې د ځنډ له امله بې‌برخلیکه دي؛ خو یاده شورا بیا وایي چې ډېر ژر به دغه ازموینه واخیستل شي.

د طبي لوړو زده‌کړو موسسو ځیني فارغان وایي چې زرګونه ټولګیوال یې دغې ازموینې ته په تمه دي.

د دولتي او خصوصي لوړو زده‌کړو طبي موسسو له فارغانو څخه د طبي شورا دولتي ازموینې (EXIT EXAM) اخیستل د افغانستان د طبي شورا له اساسي دندو څخه ده.

یاده ازموینه – چي هر کال دوه ځلې اخیستل کېږي – د وروستي ځل لپاره تېر کال د تلې په دویمه اخیستل شوې ده. دغه ازموینه له هغو کسانو اخیستل کېږي چې د طب له پوهنځیو فارغ شوي وي.

سردار اوریا – چې تېر کال په کابل کې د دعوت خصوصي پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغ شوی – وایي چې دغه ازموینه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د سټنډرد او معیاري ډاکټرانو د روزلو په موخه اخیستل کېږی.

دی وایي، یو محصل ترهغې چې دغه ازموینه ورنه کړي، د دیپلوم وړ یعنی فارغ نه بلل کېږي؛ نو ځکه ماسټري او تخصص هم نه شي کولای، بهر ته بورسونو ته نه شي تلای او په روغتونونو کې هم دنده نه شي تر سره کولای.

دی وایي، پخوا به هر کال دوه ځلې دا ازموینه اخیستل کېده خو له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې نه ده اخیستل شوې او زرګونه فارغان ورته په تمه دي.

هغه له حکومته غواړي چې دغه ازموینه ژر واخلي، څو د طب له پوهنځيو د فارغو کسانو برخلیک معلوم شي، وکولای شي نورې لوړه زده‌کړې وکړي او یا هم دنده تر سره کړي.

آسیه وردګ هم په ازموینه کې له ځنډه سر ټکوي، وایي چې تېر کال د دعوت پوهنتون د معالجوي طب له څانګې فارغه شوې او  تر اوسه یادې ازموینې ته په تمه ده.

هغه هم وایي چې حکومت باید دغه ازموینې ژر واخلي، څو فارغ شوي کسان نورې زده‌کړې وکړای شي او یا هم دندې تر سره کړي.

د افغانستان د طبي شورا تخنیکي مرستیال ډاکټر خلیل‌الله شفا وایي چې دغه شورا په کال کې دوې دورې یاده دولتي ازموینه اخلي.

ده زیاته کړه، طبي شورا ته نوی سرپرست ټاکل شوی، په نږدې ورځو کې به کار پیل کړي او له هغې وروسته به یاده ستونزه حل او ډېر ژر به ازموینه واخیستل شي.

Visits: 230

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.