Language

د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې برازیل، سویس او پرتګال خپلې لوبې وګټلې

اټلانټا (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، برازیل، سویس او پرتګال خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړۍ بریاوې خپلې کړې.

ددې سیالیو په لړ کۍ لومړۍ لوبه د سویس او کمیرون ترمنځ ترسره شوه، چې یو پر صفر د سویس په بریا پای ته ورسېده.

د ورځې دویمه لوبه د یوراګوی او سویلي کوریا ترمنځ ترسره شوه، چې مساوي شوه.

درېمه لوبه د پرتګال او ګانا ترمنځ ترسره شوه، چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته پرتګال درې پر دوه ګولونو وګټله.

login or register a new account.