منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:15 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبېغړي

د فوټبال دوې پیاوړې لوبډلې جرمني او بلجیم له نړۍوال جام څخه بهر شول

· 2 دقیقې لوستل · 236 کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د فوټبال دوې پیاوړې لوبډلې جرمني او بلجیم په ګروپي سیالیو کې ونه شو کولای چې سم وځلېږي، له دویم پړاوه پاتې او له نړۍوال جام څخه بهر شول.

په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، نن د اېف او جي ګروپونو لوبډلو ترمنځ د ګروپي سیالیو وروستۍ لوبې وشوې.

لومړۍ لوبه له اېف ګروپ څخه د کروشیا او بلجیم ترمنځ ترسره شوه چې مساوي پای ته ورسېده؛ دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه. د همدغه ګروپ بله لوبه د کاناډا او مراکش ترمنځ وشوه چې دوه پر یو د مراکش په ګټه پای ته ورسېده.

دغه‌راز مراکش په یاد ګروپ کې لومړی او کروشیا دویم مقام خپل کړ او دواړه دویم پړاو ته لاره پیدا کړه. د بلجیم لوبډله چې په نړۍواله ډلبندۍ کې دویم ځای لري، له سیالیو څخه ووتله.

د پنجشنبې په ورځ درېیمه لوبه د جاپان او هسپانیې ترمنځ وه چې دوه پر یو ګول د جاپان په ګټه پای ته ورسېده. جاپان له دغې بریا سره پخپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ او دویم پړاو ته یې لاره ومونده.

د ورځې وروستۍ او مهم لوبه د جرمني او کوسټاریکا ترمنځ ترسره شوه. که څه هم جرمني دا لوبه څلور پر دوه ګولونو وګټله، خو د ګولونو د اوسط له امله له سیالیو ووتله او له دغه ګروپ څخه هسپانیا او جاپان بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

تر اوسه په دغو سیالیو کې امریکا، نیدرلنډ، ارجنټاین، اسټرالیا، فرانسه، پولنډ، انګلستان، سینیګال، مراکش، هسپانیه، کروشیا او جاپان دویم پړاو ته لاره موندلې ده.

په دویم پړاو کې به امریکا له نیدرلنډ، ارجنټاین له اسټرالیا، فرانسه له پولنډ، انګلستان له سینیګال، مراکش له هسپانیې او کروشیا  له جاپان سره لوبه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

جاوېد احمد کاکړ
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول لوبې
لوبې

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله نن له بحرین سره لوبه کوي

لوبې

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه کوي

لوبې

کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي

لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ماته ورکړه

لوبې

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

لوبې

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله عمان ته ولاړه

لوبې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره برازیل ته تللې ده

لوبې

له بنګله‌دېش سره لوبه؛ افغان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې ۲۴۰ منډې وکړې