ژبه

ټام ویسټ له ډاکټر عبدالله او هندي چارواکو سره لیدنه کې د افغانانو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ ټینګار وکړ

توسط جاوېد احمد کاکړ

دسمبر 6, 2022 - 6:14 am

Views: 205

اټلانټا (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له هندي چارواکو او ډاکټر عبدالله عبدالله سره تر لیدنو وروسته، د افغانانو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ ټینګار کړی دی.

هغه د لېندۍ په ۱۴مه، پخپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې پرون یې په نوي ډیلي کې د هندوستان د ملي امنیت له مرستیال سلاکار وېکرم مسري، په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان څانګې مشر جی‌پي سینګ، د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندم باګچي او یو شمېر نورو چارواکو سره ولیدل.

https://twitter.com/US4AfghanPeace/status/1599892824689819648?s=20&t=swiGu55Znssq3TosVxiz0A

ویسټ زیاته کړې چې له دغو هندي چاراکو سره یې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې او بحثونه وکړل.

نوموړي له افغانستان سره د هندوستان له بشري مرستو او د افغانانو له بنسټیزو حقونو څخه د هند له ملاتړه مننه کړې ده.

د امریکا ځانګړي استازي دغه‌راز ویلي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د پخواني حکومت اجراییه ریاست له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې هم ارزښتناکې خبرې کړې دي.

ټام ویسټ د افغانانو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ ټینګار کړی او ویلي، په دې اړه د نړۍوالې ټولنې ترمنځ اجماع شته چې افغانان د دغه نوښت مشري پر غاړه واخلي.

د یادونې ده، له ویسټ سره په دغه سفر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره مېرمن کرن ډیکر هم ملتیا کوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې ټام ویسټ د جاپان، هندوستان او متحده عربي اماراتو پر سفر روان شوی دی؛ هغه لومړی سفر جاپان ته وکړ او هلته یې له ځایي چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې وې.

ټاکل شوې چې افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی هم د راتلونکې پنجشنبې په ورځ نوي ډیلي ته د سفر پرمهال له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.