ژبه

د کابل په شهرنو کې پر یوه هوټل برید شوی

کابل (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۱۴۰۱): د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند شهرنو ساحه کې پر يوه هوټل برید شوی دی.

دغه برید نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې شوی او تر اوسه (د مازدیګر ۴ بجې) دوام لري.

د پژواک خبریال چې سیمه ته نږدې دی، وايي چې یادې ودانۍ اور اخیستی او دودونه ترې پورته کېږي.

هغه زیاتوي، ساحه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او نږدې څوک نه ور پرېږدي.

له بلې خوا د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بیا وایي چې په شهرنو سيمه کې د یوه هوټل پر ودانۍ چې عام وګړي په کې اوسي، «د شریرو عناصرو» له خوا برید شوی دی.

هغه وایي، سیمې ته امنیتي ځواکونو ځانونه رسولي او دا مهال (د مازيګر ۴:۳۰) د بریدګرو تصفیه روانه ده.

د د ده په خبره، په دې اړه به جزئیات وروسته خپاره شي.

دغه بريد داسې مهال شوی چې تېره ورځ په کابل کې د چين سفير د بهرنيو چارو له مرستیال عباس ستانکزي سره په کتنه کې له سرپرست حکومت څخه غوښتي و چې د دغه هېواد سفارت امنيت ته پاملرنه لا زياته کړي.

ورته موضوع