منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل له ننني بريده ایمرجنسي روغتون ته ۳ جسدونه او ۱۸ ټپيان انتقال شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند وایي، د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه هوټل برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد او د ایمرجنسي روغتون بیا وايي چې له دغه برید څخه دوی ته درې جسدونه او ۱۸ټپيان ور وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه برید نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه‌نیمې بجې د شهرنو حاجي یعقوب او انصاري څلورلارو ترمنځ سیمه کې پر هغې ودانۍ شوی و چې چینایان په کې اوسېدل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه هوټل برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسید.

دی وایي چې د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او هيڅ کوم بهرنی وګړی نه دی وژل شوی.

د ده په وینا، یواځې دوه بهرني مېلمانه هغه مهال ټپیان شول چې له لوړ چټ څخه یې ځانونه را غورځولي وو.

خو د ایمرجنسي روغتون پر خپل ټويټر کې څرګنده کړې چې له دغه برید څخه دوی ته ۳ مړي او ۱۸ ټپيان ور وړل شوي دي.

دغه بريد داسې مهال شوی چې تېره ورځ په کابل کې د چين سفير د بهرنيو چارو له مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې له سرپرست حکومته غوښتي و چې د دغه هېواد سفارت امنيت ته پاملرنه لا زياته کړي.

ستانکزي ويلي و چې په افغانستان کې د بهرنيو سیاسي استازو د امنیت تأمین د اسلامي امارت لومړیتوب دی.