کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام کې د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک پر خپل ټويټر ليکلي چې افغانستان ته د مرستهکوونکو هېوادونو د بشري مرستو یاده کڅوړه یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

سرچينه زياتوي، د افغانستان بانک هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستایي او دغه بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلي ترڅنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې ترسره شي.

د روان کال د لړم په ۲۱مه، د پژواک خبري اژانس د خپاره شوي راپور له مخې، له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو په ۴۵ کڅوړو کې څه باندې یونیم میلیارد امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما)، د تېرې تلې میاشتې په ۱۲مه ویلي وو چې دغه سازمان په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد امریکایي ډالر افغانستان ته راوړي، څو له میلیونونو افغانانو سره- چې بشري مرستو ته اړ دي- د ژوند ژغورنې مرستې وشي.