منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۸ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښار کې د نفتي توکو بیه څه باندې دوه سلنه لوېدلې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۲۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د قزاقي اوړو او عربي سرو زرو بیې لوړې شوې، خو د مالیزیايي غوړیو، نفتي توکو او روسي سرو زرو بیې لوېدلې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو لیتر پټرول بیه له ۷۲ څخه ۷۰ افغانیو او د یو لیټر ډیزل بیه له ۹۲ څخه ۸۹ افغانیو ته رالوېدلې ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله، نن د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۶۴ نه ۶۳ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

یادو دواړو سرچینو په کابل ښار کې د تېل او اوبلن ګاز د بیو ټیټېدو په اړه وویل، سربېره پر دې چې د نفتي توکو بیې په نړۍواله کچه ټیټې شوې، هېواد ته د هغه په وارداتو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د خوراکي توکو له منځه د قزاقي اړو بیه لوړه شوې، خو د مالیزیايي غوړیو بیه لوېدلې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه له ۲۱۶۰ نه ۲۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په قزاقستان کې د اوړو بیې لوړېدو له امله، په کابل ښار کې یې هم په بیه کې زیاتوالی راغلی دی.

خو هغه وايي، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۸۵۰ نه ۱۸۰۰ افغانیو ته لوېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه، د مالیزیايي غوړیو بیه د هغه د وارداتو زیاتوالي او د تقاضا کموالي له امله راټیټه شوې ده.

خو هغه وايي، نن هم د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۲۴.۵ کیلوګرام لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغاني پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون پلور بیه د هغو له عمده بیې سره په په ځینو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ ساحه کې د خوراکي توکو پرچون پلورنکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۲۵۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغاني پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکي محمدجاوېد وویل چې د عربي سرو زرو په بیه کې لوړوالی خو د روسي سرو زرو په بیه کې بیا ټیټوالی راغلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۱۵۰ نه ۴۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې، خو د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۴۰۰ نه ۳۳۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیې بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد