د غور ځیني اوسېدونکي د موسسو له خوا د مرستو وېش له بهیره شکایت لري
د غور یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خیریه موسسو له لوري د بشري مرستو وېش له بهیره شکایت لري او ادعا کوي چې د دغو مرستو لږه اندازه اړو کورنیو ته ورکول…
د غور یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خیریه موسسو له لوري د بشري مرستو وېش له بهیره شکایت لري او ادعا کوي چې د دغو مرستو لږه اندازه اړو کورنیو ته ورکول…
د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د انجې طبي بوټي د تخم او نیالګیو د وېش او ترویج څانګه پرانیستله. د دغه ریاست رییس…
د جوزجان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز کانال د پرانیستې خبر ورکوي او وایي، دغه کانال څه باندې ۸۰۰ هکتاره ځمکه…
ننګرهار کې د ولايتي ادارې، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب د دوو کورنيو ترمنځ د کلونو دښمني په دوستي بدله شوه. د معلوماتو له مخې، یاده دښمني د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د…
د لغمان په مرکز مهترلام کې نن د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام په مالي ملاتړ، د ۱۳۰ زره ۸۸۹ امریکايي ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې. دغه خبره د لغمان…
د برېښنا شرکت وایي، په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې د پرچاوۍ کچې را ټیټولو په موخه د ۶۰ مېګاواټو په ظرفیت د ترهخېلو حرارتي دستګاه یې فعاله کړې ده. ازبکستان له څو ورځو…
د کندهار- هرات لویې لارې د ۶۵ کیلومتره برخې د ترمیم چارې د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لوري نن د لېندۍ په ۲۲مه، پیل شوې. دغه سړک د تېرو شلو کلونو جګړو…
چارواکي وایي، د لوګر په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکي برک او خروار ولسوالیو کې د ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د کرنې درې پروژې بشپړې شوې. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس…
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د اوبو یوې شبکې په جوړولو سره ۱۵۵۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. د چورې ولسوالۍ مرستیال مولوي فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو…
د دایکنډي عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د فعالیت جواز نه لرلو له امله د ۱۶ خصوصي روغتیايي مرکزونو تړلو خبر ورکوي.
د روان ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې، د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په ۳۲ ولایتونو کې د لېوني سپیانو داړلو له ۱۹ زره ډېرې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي هم دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل کې پر یوه هوټل د تېرې ورځې په برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په کندهار کې د کوچني مقیاس کانکیندنې ۸ ساحې داوطلبي ته وړاندې کوي.
د ننګرهار د کانال ریاست وایي، د هوا پاکوالي، د بادونو مخنيوي او د سون لرګيو ډېروالي په موخه د کانال اړوند په درېيم فارم کې مصنوعي ځنګلونه جوړوي.
د استخباراتو ریاست وايي، د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال د داعش ډلې له يوه پټنځایه بېلابېل ډول وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د افغانستان مرکزي بانک سبا د لېندۍ په ۲۳مه، ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د کندوز ولایت د شېرخان بندر سوداګریز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیته شکایت لري او وايي، په دغه ښارګوټي کې د مخابراتي شبکو خدمتونه کم دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي؛ خو برېښنا شرکت بيا وايي چې ازبکستان له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا نه ورکوي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند په دهنباغ څلورلاري کې د ښکلا په موخه د ځمکې کره جوړه او نن پرانیستل شوه.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، د پخواني حکومت د ځینو کارکوونکو او زورواکانو له خوا په دغه ولایت کې ۲۷۹زره ۸۴۰ جریب دولتي ځمکه غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې کار پیل شوی دی.
په بلخ ولايت کې يو شمېر معلولې نجونې وايي چې حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د دوی ځانګړی ښوونځی بېرته پرانيزي.
د بغلان د ترافیکو مديريت وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ترافیکې پېښې له امله دوه کسان مړه او د یوه ماشوم په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
لغمان کې د چرګانو یو شمېر فارملرونکي وايي، له پاکستانه د غوښې چرګانو وارداتو يې د تولیداتو بازار خراب کړی او ان خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ شو.