ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د کرنې درې پروژې بشپړې شوې

لوګر کې د ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د کرنې درې پروژې بشپړې شوې

author avatar
13 Dec 2022 - 16:31
لوګر کې د ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د کرنې درې پروژې بشپړې شوې
author avatar
13 Dec 2022 - 16:31

پل‌علم (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): چارواکي وایي، د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک او خروار ولسوالیو کې د ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د کرنې درې پروژې بشپړې شوې.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو پروژو کې ۳۵ جریبه باغونو ته د اوبو رسولو  څڅوبي (قطره‌يي) سیسټم، د ۸ سړو خونو- چې هره یوه یې د شاوخوا ۱۰ ټنه سبزیو ساتلو وړتیا لري- او د ۶۰ جریبه مېوه‌لرونکو او بې مېوې باغونو جوړول شامل دي.

هغه زیاته کړه، پر دغو درېیو پروژوه ۸۰ میلیونه افغانۍ لګول شوې چې د مرستندویه ادارو له خوا ورکړل شوې دي.

نوموړی وايي، په پام کې ده د کرنې وزارت اړوند د یو شمېر موسسو له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې، خوښۍ، بره‌کي برک او خروار ولسوالیو کې ۱۲۰ نور مېوه‌لرونکي او بې مېوې باغونو هم جوړ شي.

د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي عنایت‌الله شجاع د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول پروژې کولای شي د دغه ولایت د کروندګرو او مالدارو اقتصاد پياوړی کړي.

نوموړي پر کورنیو او نړۍوالو بنسټونو غږ وکړ چې په دغه ولایت کې پر بشري مرستو سربېره بنسټزې پروژې عملي کړي.

د لوګر ولایت یوه کروندګر حبیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول پروژې پر کرنې او بڼوالۍ مثبتې اغېزې کولای شي.

نوموړي له کرنې او مالدارۍ وزارت او مرستندویه موسسو وغوښتل چې ورته پروژې دې د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پلې کړي.

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه کرنیز ولایت دی چې ډېر اوسېدونکي یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

Views: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.