ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د واکمن ایتلاف ګوندونو پر مشرانو د بریدونو ګواښ کړی

پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د واکمن ایتلاف ګوندونو پر مشرانو د بریدونو ګواښ کړی

author avatar
5 Jan 2023 - 01:26
پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د واکمن ایتلاف ګوندونو پر مشرانو د بریدونو ګواښ کړی
author avatar
5 Jan 2023 - 01:26

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د دغه هېواد د واکمن ایتلاف ګوندونو پر مشرانو د بریدونو ګواښ کړی دی.

په پاکستان کې دا مهال د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ «ن»، د اصف زرداري په مشرۍ د پیپل ګوند او د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د جمعیت علماء‌اسلام ګوندونو د ایتلاف (پي‌ډي‌ایم) ګډ حکومت دی.

د پاکستاني طالبانو په ګواښنه کې په مشخص ډول د دغه هېواد د دوو لویو سیاسي ګوندونو (پاکستان مسلم لیګ-نواز او پاکستان خلکو ګوند) پر مشرانو د بریدونو ترسره کولو خبر ورکړل شوی دی.

پاکستاني طالبانو له هغه وروسته دا خبرداری ورکړی چې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ ملي امنیت شورا کې پرېکړه وشوه چې د ترهګرو پر ضد به «له ټول ځواک څخه کار اخیستل» کېږي.

پاکستاني طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان حکومت د هغوی پر ضد جګړه اعلان کړې ده.

پاکستاني طالبان له څو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ پر ضد بریدونه کوي او څه موده مخکې یې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر وړاندې هم د بریدونو خبرداری ورکړ. تحریک طالبان پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو د حکومت تر څار لاندې په افغانستان کې ځانونه پټ کړي او له هغه ځایه بریدونه کوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف څو ورځې مخکې وویل چې دوی په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم له هغوی څخه غوښتي چې پاکستاني طالبانو ته اجازه ورنکړي چې له افغانستانه پر پاکستان بریدونه وکړي. نوموړي دا ادعا هم وکړه چې افغان طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه تورونه رد کړل او وې ویل چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس تېره ورځ وویل چې پاکستان د ترهګرو پر ضد د ځان د دفاع حق لري. نوموړي همداراز له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او پرې نږدي چې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

[/restrict]

Views: 156

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.