ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران د دفاع وزارت پخوانی مرستیال د جاسوسۍ په جرم اعدام کړ

ایران د دفاع وزارت پخوانی مرستیال د جاسوسۍ په جرم اعدام کړ

author avatar
15 Jan 2023 - 04:18
ایران د دفاع وزارت پخوانی مرستیال د جاسوسۍ په جرم اعدام کړ
author avatar
15 Jan 2023 - 04:18

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۱): د ايران حکومت قضایه قوې د «جاسوسۍ» په جرم د دغه هېواد د دفاع وزارت د پخواني مرستيال علي رضا اکبري د اعدام خبر ورکړی دی.

د ايران قضایه قوې اژانس میزان د مرغومي په ۲۴مه، خبر ورکړی چې پر علي رضا اکبري د اعدام حکم د مرغومي په ۲۳مه، تطبیق شو.

د ايران دغه پخوانى چارواکى چې د برتانيا تابعيت يې هم درلود، «په ځمکه کې پر فساد خورولو او د دغه هېواد د داخلي او بهرني امنيت پر ضد د اطلاعاتو په شريکولو» مجرم پېژندل شوى و.

په دې وروستيو کې ايراني رسنيو د علي رضا اکبري د اعترافاتو ويډيو خپره کړې وه چې نوموړى يې د دغه هېواد د اټومي انژرۍ کارپوه محسن فخري‌زاده په ترور کې پر لاس لرلو تورن کړى و.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه اعترافات تر کومو شرايطو لاندې اخيستل شوي وو.

د ايران حکومت رسمي خبري اژانس ايرنا هم د دغه هېواد د اطلاعاتو وزارت له قوله راپور ورکړى او ویلي: «اکبري د انګليس د جاسوسۍ سرويس نفوذ له مهمو عواملو څخه و چې د هغه هېواد (ايران) مهم معلومات يې ټولول او په بشپړه، وړيا او هدفمنده توګه يې د هغه سرويس په واک کې ورکول.»

علي رضا اکبري تر دې مخکې د ايران د دفاع وزارت د مرستيال او سمندري ځواکونو قوماندانۍ د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې وه.

د علي رضا اکبري له اعدام درې ورځې مخکې د بریتانيې د بهرنيو چارو وزير جيمز کلورلي د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسي حال کې ده چې ايران په دغه هېواد کې د وروستيو اعتراضونو په تور يو شمېر کسان اعدام او يو شمېر نور يې پر اعدام محکوم کړي دي.

[/restrict]

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.