ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د سینه بغل له امله د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي

کونړ کې د سینه بغل له امله د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي

author avatar
22 Jan 2023 - 16:58
کونړ کې د سینه بغل له امله د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي
author avatar
22 Jan 2023 - 16:58

اسعداباد (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د کونړ د عامې روغتیا ریاست وايي، په دې وروستیو کې یوازې په ولایتي روغتون کې د سینه بغل ۲۱۵۲ پېښې ثبت شوې چې له دې جملې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص نن (د سلواغې ۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې هوا ډېره سړه شوې او له امله يې د سینه بغل ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه د ټول ولایت په کچه د سینه بغل پېښو په اړه کره معلومات نه لري.

خو ويې ویل: «په دې وروستیو کې د سړې هوا له امله ولایتي روغتون ته پر سینه بغل اخته ۲۱۵۲ کسانو مراجعه کړې چې ۱۶۵۵ پکې ماشومان دي.»

نوموړي وویل، تر اوسه پر سینه بغل اخته د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۶۶۹ کسان روغ شوي او پاتې يې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې په ټولو روغتونونو کې کافي اندازه درمل او امکانات موجود دي او ناروغانو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

بلخوا، د کونړ ولایتي روغتون رییس ډاکټر مولاداد وویل: «د هوا په سړېدو سره د سینه بغل پېښې زیاتې شوې او د روغتون بستر ډک شوی دی.»

نوموړي وویل چې تراوسه په یاد روغتون کې د سینه بغل له امله ۱۳ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ نور بستر او تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ روغتون د ۱۵۰ ناروغانو د بستر کولو وړتیا لري، خو د ناروغانو شمېر زیات دی او د مجبوریت له مخې په هر بستر کې د دوه او درېیو ماشومانو درملنه کوو؛ ځکه ځای او بسترخونې کم دي.»

نوموړي همداراز وویل چې اوس د ماشومانو په څانګه کې ۵۰ کسان بستر او تر درملنې لاندې دي.

بلخوا یو شمېر کسان چې د کورنيو غړي يې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته ور وړي دي، د روغتون له خدماتو راضي دي خو وايي، په روغتون کې د ناروغانو د پایوازانو لپاره مناسب ځای نشته.

د اسعداباد د کړمار سیمې اوسېدونکې خدیجه وايي، له څورو ورځو راهيسې يې په ولایتي روغتون کې پنځه کلنه لور بستر ده او د ډاکټرانو له خوا يې ښه پالنه کېږي.

هغه وايي، د لور روغتيايي وضعیت يې د لومړیو ورځو په پرتله ډېر ښه شوی، په روغتون کې خدمات هم ښه دي، خو په بستر کې د ناروغانو شمېر ډېر دی؛ نو ځکه ډېر وخت پایوازان په سړه هوا کې منتظر وي.

نوموړې دغه‌راز وویل، خلک د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله د خپلو خونو ګرمولو توان نه لري، نو ځکه ډېر خلک په تېره بیا ماشومان پر سینه بغل ناروغۍ اخته شوي دي.

د کونړ ولایت یوه یومي مشر خوشحال هم له حکومته غوښتنه وکړه چې له بې‌وزلو کورنیو سره دې د کورونو ګرمولو لپاره د سون‌توکو مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، ډېری خلک دا توان نه لري چې په ژمي کې خپلې کوټې ګرمې کړي نو ځکه د سینه بغل پېښې ډېرې شوې دي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.