ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا مرکز ګردېز کې د نجونو په ګډون ۱۵۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌‎کړو زمینه برابره شوې ده

د پکتیا مرکز ګردېز کې د نجونو په ګډون ۱۵۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌‎کړو زمینه برابره شوې ده

author avatar
22 Jan 2023 - 15:42
د پکتیا مرکز ګردېز کې د نجونو په ګډون ۱۵۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌‎کړو زمینه برابره شوې ده
author avatar
22 Jan 2023 - 15:42

ګردېز (پژواک، ٢ سلواغه ١٤٠١): د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رياست او يوه خصوصي ښوونځي د دغه ولایت په مرکز کې د نجونو په ګډون ١٥٠٠ ماشومانو ته د وړيا زده‎کړو زمينه برابره کړې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري ثواب‌الدين اسلاميار پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېری زده‌کوونکي په ژمي کې د بې‌وزلۍ له امله نه شي کولای په شخصي لګښت زده‌کړې وکړي.

هغه وايي، په همدې موخه د دوى رياست ۴۰۰ زده‌کوونکو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې ده.

نوموړی وايي چې دغو زده‌کوونکو ته د څلورو ښوونکو له لوري د انګليسي، رياضي، خطاطي او املا برخو کې زده‌کړې ورکول کېږي.

بلخوا، په ګردېز کې د زم زم په نوم يوه خصوصي ښوونځي هم ١١٠٠ هلکانو او نجونو ته د وړيا ژمنيو زده‌‎کړو زمينه برابره کړې ده.

د ياد ښوونځي مسوول عبيدالله عابد پژواک وويل: «موږ په خپل ښوونځي کې ۱۱ سوه هلکانو او کم‌عمره نجونو ته د وړيا ژمنيو زده‌کړو زمينه برابره کړې چې لومړۍ دوره يې له لومړۍ ټولګي تر شپږم ټولګي پورې او دویمه يې له شپږم تر دوولسم ټولګي پورې ده.»

نوموړی وايي، په دې زده‌کړو کې انګليسي، ليک لوست، رياضي، کيميا او يو شمېر نور مضامين د شپږو استادانو له لوري تدريسيږي.

د عابد په خبره، د ژمنيو وړیا زده‌‎کړو موخه دا ده چې خلک بې‌وزله دي او نه شي کولای په شخصي لګښت زده‌کړې وکړي.

بلخوا، زده‌کوونکي هم وړيا زده‌کړو ته خوښ دي.

ګردېز کې د شپږم ټولګي يوه زده‌کوونکي نثار پژواک ته وويل: «دا زموږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې په وړيا ډول ژمنی زده‌کړې ترسره کوو چې د ژمي په موسم کې له بې‎ځايه ګرځېدو خلاص شوي يو.»

نوموړی وايي، په دې وړيا کورسونو کې هغه مضامين دوی ته تدريسېږي چې په ښوونیز کال کې ښوونځيو کې ډېره اړتیا ورته ليدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ځينو بنستونو له لوري خلکو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره شوې ده.

Visits: 254

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.