ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: ازبکستان دې له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي

متقي: ازبکستان دې له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي

author avatar
22 Jan 2023 - 15:06
متقي: ازبکستان دې له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي
author avatar
22 Jan 2023 - 15:06

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، له ازبکستان څخه له قرارداد سره سم افغانستان ته د برېښنا ورکړې غوښتنه وکړه او ویې ویل، هېواد د ثبات پر لور روان دی او ښه راتلونکی لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه – چې وارداتي برېښنا ورکړل شوې–  د برېښنا له ډېرو پرچاویو شکایت لري.

د افغانستان برېښنا شرکت د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۱مه وویل چې له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د کرنیزو محصولاتو پراختیایي صندوق پرانیست‌غونډه کې وویل، افغانستان له ازبکستان سره د حیرتان بندر له لارې ښه راشه درشه لري او هیله‌من دی چې دغه هېواد پر خپلې هغې ژمنه ودرېږي چې د افغانستان له برېښنا شرکت سره یې کړې او افغانستان ته به د هوکړې له مخې، څه باندې ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا ورکوي.

هغه وویل: «متاسفانه ازبکستان اوس هغه برق قطع کړی او هېوادوال له مشکل سره مخ دي، د ګاونډيتوب او ورورۍ تقاضا دا ده چې په سخت وخت کې یو بل ته لاس سره ورکړو.»

متقي هیله څرګنده کړه چې د ازبکستان چارواکي پر خپلې ژمنې ودرېږي او له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي؛ ځکه د افغانستان خلک هم په ژمي او هم اوړي کې برېښنا ته اړتیا لري.

د روان کال د زمري میاشتې د راپور له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۳۰ مېګاواټ برېښنا له ازبکستان، ۴۴۰ مېګاواټ له تاجکستان، ۲۰۲ مېګاواټ له ترکمنستان او ۱۰۲ مېګاواټ له ایران څخه واردوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پر اساس، افغانستان اوسمهال نږدې ۱۵۰ میګاواټ برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي او د دې برېښنا ۱۰۰ مېګاواټ یو شمېر خصوصي شرکتونه تولیدوي.

«افغانستان د ثبات پر لور روان دی»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل، افغانستان د ثبات پر لور روان دی او یو ښه راتلونکی لري، خو کلک عزم، اراده او محنت غواړي.

نوموړي وویل:«نن الحمدالله تاسو د نړۍ په سطحه وینئ چې ورځ په ورځ په نظریاتو کې د افغانستان په رابطه مثبت تغییر راځي، هغه درنه، پخه او قوي پالیسي چې د افغانستان اسلامي امارت غوره کړې نن نړۍ یو په بل پسې په هماغه اعتراف کوي او بالاخره به افغانستان په نړۍ کې خپل لوړ مقام ترلاسه کوي.»

هغه زیاته کړه: «موږ دا خبره کړې چې افغانستان او د افغانستان خاوره نور د چا لپاره ګواښ نه ده، په دې باره کې موږ او تاسو منفي عکس‌العملونه هم درلودل، خو اوس اورو، تاسو به اورېدلي وي چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر دې خبرې اعتراف وکړ چې افغانستان نور ګواښ نه دی؛ څه موده مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبره وکړه چې زموږ مخالفین په افغانستان کې دي او کېدای شي موږ اقدام وکړو، خو کله چې په حقیقت پوه شول، څو ورځې مخکې یي د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې اعتراف وکړ چې موږ هیڅ داسې پلان نه لرو چې په چا تجاوز وکړو او یا افغانستان ته تاوان ورسوو؛ څو ورځې مخکې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف راغلی و، تفصیلي مجالس مو سره درلودل، تاسو یې به یي خبرې اورېدلې وي چې له افغانستان سره یې په همکاریو، راشه درشو، بشري مرستو او د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو یې اظهارات وکړل.»

متقي وویل، کابل ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي هم پر دې اعتراف وکړ چې د افغانستان له اوسني حکومت سره باید بشري مرستې  وشي، له موجوده حکومت سره باید تعامل او راشه درشه نوره هم زیاته شي.

کرنه باید نور هم میکانیزه شي

مولوي امیرخان متقي وویل، دا ډېر د ویاړ ځای دی چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ ګامونه پورته کوي او د هېوادوالو سوکالۍ لپاره ټولې ادارې او وزارتونه پر کار بوخت دي.

ده زیاته کړه چې د افغانستان د ۸۰ سلنه خلکو روزګار کرنه او مالدارۍ ده او د هېواد د حاصلاتو کیفیت د نورې نړۍ په پرتله ډېر لوړ دی.

نوموړي وویل: «زموږ حاصلات په طبیعي ډول دي، کرنه باید نوره هم میکانیزه شي، په هېواد کې سړې خونې جوړې شي، د هېوادوالو حاصلات باید ښه مارکېټ ته وساتل شي، له هېواده د باندې باید حاصلاتو ته مارکېټ پیدا شي، د کرنې او مالدارۍ ودې لپاره باید پروګرامونه په پام کې ونیول شي، ترڅو زموږ اقتصاد پر پښو ودرېږي، هېوادوال مو په خپل کور او کلي کې بسیا شي، دا هغه وخت کېدای شي چې کرنې ته ښه خدمت وشي.»

هغه زیاته کړه، تېر کال د افغانستان محصولات تر نړۍوالو مارکېټونو ورسېدل او په راتلونکي کې به هم همدا هڅه وشي.

Visits: 807

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.