کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې څه باندې ۹۵۵ زره ناروغانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه ترسره کړي دي.
یادې ټولنې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغاني سرې میاشتې ټولنې اړوند د روغتیايي خدماتو ریاست په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په کچه ۹۵۵ زره او ۸۳۱ ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.»
سرچینه وايي، په دغو خدماتو کې لومړنۍ روغتیايي مرستې، OPD، واکسین، MCH، ډریسنګ، معاينات او نور شامل دي.
دغهراز یاده اداره زیاتوي چې د ولادت او خوارځواکۍ ترڅنګ یې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو ته هم وړیا روغتیايي خدمتونه ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، د افغاني سرې میاشتې ریاست په ټول هېواد کې ۴۶ ثابت اساسي کلینیکونه، ۱ جامع روغتیايي کلینیک، ۶۱ ګرځنده روغتیايي کلینیکونه، ۲۸ فرعي روغتیايي کلینیکونه، ۳۶ د کتلوي معافیت پروژې،۴۰ روغتیايي کمپونه او د ټولنې په کچه د لومړنیو مرستو رضاکار ټیمونه لري.
یاده اداره وايي، یاد شوي مرکزونه اړو او بېوزله هېوادوالو ته وړيا روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د یادونې ده، د یادې ټولنې سرپرست مولوي مطیعالله خالص څو ورځې مخکې لوګر ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې په تېر یوه کال کې یې د یو شمېر اسلامي هېوادونو په مرسته د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې له ۳۰۰ زره اړو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP