ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي په ډېرو کلیو کې ژمني ښوونیز کورسونه جوړېږي

د دایکنډي په ډېرو کلیو کې ژمني ښوونیز کورسونه جوړېږي

author avatar
31 Jan 2023 - 16:55
د دایکنډي په ډېرو کلیو کې ژمني ښوونیز کورسونه جوړېږي
author avatar
31 Jan 2023 - 16:55

نیلي (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): د دایکنډي اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په ډېرو کلیو کې د نجونو او هلکانو لپاره ژمني ښوونیز کورسونه د زده‌کوونکو په شخصي لګښت پیلیږي.

هغوی وايي، دغه کورسونه هر کال د ژمي په لومړیو کې پیلېږي او په وروستیو کې پای ته رسېږي.

په دایکنډي کې د ژمنیو کورسونو یوه ښوونکي نیک محمد حامدي پژواک اژانس ته وویل چې نجونو او هلکانو ته دغه کورسونه د هغو د عمر محدودیت ته له پام پرته ټول د خلکو په شخصي لګښت، په جوماتونو کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، دا چې دایکنډي د هېواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی، د ژمي پر مهال په هر کلي کې یو یا دوه ښوونیز مرکزونه  جوړېږي څو زده‌کوونکي د واورو ورېدو او بارانونو په وخت کې وکولای شي په اسانۍ سره د زده‌کړو لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د هغه په خبره، د ژمی په لومړیو کې د زده‌کوونکو والدین راټولېږي او یو یا دوه کسان چې د تدریس وړتیا ولري، په یوه ټاکلي لګښت د ښوونکي په توګه ګوماري.

نوموړي څرګنده کړه چې په ژمنیو کورسونو کې معمولا ساینسي، دیني او د قران‌کریم مضامین تدریسېږي.

هغه ټینګار وکړ چې په ژمي موسم کې زده‌کوونکي هم له رواني پلوه درس ویلو ته ښه چمتو وي.

د میرامور ولسوالۍ یو بل ښوونکي صادق محمدي پژواک ته وویل، دوی په ژمي کې نارینه او ښځینه زده‌کوونکو ته د قران‌کریم او دیني علومو په ګډون له لومړي تر دولسم ټولګي مضامین تدریسوي.

هغه زیاته کړه، د ژمي موسم د درس ویلو لپاره یو مناسب وخت دی؛ ځکه زده‌کوونکي نورې بوختیاوې نه لري او یوازې د درس په فکر کې وي.

د هغه په خبره، زده‌کوونکي د کال په نورو موسمونو کې د زده‌کړو ترڅنګ د کور دننه او بهر پر سختو کارونو بوخت وي.

نوموړي زیاته کړه: «د دایکنډي خلک بې‌وزله دي، د هغوی ډېر ماشومان اړ دي چې د زده‌کړو ترڅنګ په کور یا له کوره بهر هم کار وکړي او له خپلو پلرونو سره یو ځای د کور لګښت پوره کړي.»

د هغه په خبره، له همدې امله ژمی د درس ویلو لپاره یواځینی مناسب وخت دی چې زده‌کوونکي له ساتیرۍ او کار څخه پرته پر خپلو درسونو بوخت وي.

په دایکنډي کې د ژمنیو کورسونو یوه زده‌کوونکي فیض‌الله پژواک ته وویل، په ژمي کې درس ویل ډېر اغېز لري. هغه زیاته کړه چې ژمني کورسونه هغوی د راتلونکي کال مضمونونو د زده‌ کولو ته ښه چمتو کوي او د کار په موسم کې کولای شي چې د خپلو نورو کارونو او پروګرامونو ترڅنګ خپل درسونه هم تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه: «ډېره ګټه لري چې موږ د راتلونکي کال د ټولګیو ساینسي مضامین په ژمي کې ووایو، ځکه د پسرلي په موسم کې کار ډېر وي او په ښه ډول درس نشو ویلای.»

په همدې حال کې، د دایکنډي د حج او اوقافو رییس وایي چې په ټولو ولسوالیو کې ملا امامان هم د قران‌کریم او دیني علومو د تدریس ژمني کورسونه جوړوي.

هغه زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې د حج او اوقافو له خوا ملاامام ټاکل شوی وي، دیني مضامین په وړیا ډول زده‌کوونکو ته تدریسوي.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.