منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پروان کې یو تن د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۳ کتنې

چاریکار (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د پروان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې درې کسان د وسلو د پلور په تور نیولي او بلخوا یو کس هدف ته له رسېدو مخکې د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د دغه ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ اړوند د رسول‌دادخېلو په سیمه کې نن (پنجشنبه) سهار شاوخوا اته بجې په چاودنه کې یو کس ووژل شو.

سرچینه زیاتوي: «پېښه په یو کور کې د جوړ شوي ماین له امله رامنځته شوې ده چې هدف ته له رسېدو مخکې یې په خپل کور کې چاودنه وکړه او په پایله کې یې د کور خاوند ووژل شو.»

د پروان امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه کس ماین په موټرسایکل کې ځای پر کړی و او هدف ته له رسېدو مخکې وچاودېد.

سرچینه زیاتوي، د پېښې په تړاو تر دې مهاله دوه کسان چې د وژل شوي زوی او بل یې زوم دي، نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

د یو بل خبر له مخې، په پروان کې درې کسان د وسلو د پلور په تور نیول شوي دي.

سرچینه لیکي چې د دغه ولایت د جبل سراج ولسوالۍ د عزتخېلو په سیمه کې  د یو لړ عملیاتو په لړ کې دوه کسان له یو میل پیکا سره ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د پروان په مرکز چاریکار کې  یو کس له یو میل «والټر امریکايي خفکن دارې» تومانچې سره نیولی دی.