جلالاباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د جلالاباد ښاروالۍ له خوا د نوي ښارګوټي د جوړېدو کار پيل شو.
د قيامالدين خادم په نوم د دغه ښارګوټي ځمکه کلونه غصب شوې وه چې تازه په ننګرهار کې د ځمکو غصب مخنيوي کمېسيون له غاصبینو را وګرځوله او استادانو ته يې په کې د ښارګوټي جوړولو چارې پيل کړې.
د جلالاباد ښاروال مولوي نعمتالله اخند نن (یکشنبه) د دغه ښارګوټي د چارو پیل په مراسمو کې وويل، دوی هڅه کوي چې په دغه ښارګوټي کې استادانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړی زیاتوي: «هغه استادان چې اسناد لري، هغوی ته نن د بهراباد په سیمه کې د نومرو د وېش پروسه پیل شوه، پنځه سوه استادانو ته به د کور جوړولو نومرې ورکړل شي او د ښاروالۍ اړوند ټولې چارې به موږ تر خپلو امکاناتو ترسره کړو.»
په ورته مهال، د پوهنتون استادان د نومرو د ورکړې له امله خوښي څرګندوي او د ځینو ستونزو د حل ترڅنګ، د دغه ښارګوتي د ځینو برخو له غصب څخه د خلاصون غوښتنه هم کوي.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند احمدګل واثق وایي، حکومت دې د استادانو اقتصادي ستونزو ته په کتو سره، په راتلونکي کې له دوی سره د کورونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.
ده زیاته کړه: «څومره چې د پوهنتون استادانو کورونه نږدې وي، نو هغوی کولای شي چې د خپلې استادۍ چارې په وخت ترسره کړي او هم به په خپل وخت علمي چارو ته رسیدهګي وکړي.»
بلخوا د ننګرهار مستوفي او په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مشر مولوي محمد فارق پشهیي وایي، په دغه ښارګوټي، پوهنتون او ولایت کې د دولتي غصب شوو ځمکو د راګرځولو لړۍ يې پیل کړې ده.
نوموړی ډاډ ورکوي چې پر پوهنتون سربېره به په دغه ولایت کې ټولې غصب شوې ځمکې له غصبه راوګرځوي او له غاصبینو سره به یې حساب وکړي.
د غصب مخنيوي کمېسیون وایي، په ننګرهار کې ۴۰۰ زره جریب ځمکه غصب شوې چې تراوسه یې څه باندې ۱۰۰ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










