ژبه

ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره وشوه

 

جلال اباد (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنک رياست له خوا د نرګس ګل کلنۍ مشاعره د دغه ولايت د لسګونو شاعرانو، د شعر مينه والو او دولتي چارواکو په ګډون جوړه شوه.

مشاعره نن د سلواغې په ۲۶مه د جلال اباد ښار د پاچاخان د مزار او کمپلیکس په انګړ کې جوړه شوې وه.

په مشاعره کې شاعرانو حماسي او انتقادي شعرونه ولوستل او ځينو يې په خپلو خوږو غږونو ترنمونه هم وکړل.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري نور محمد حنيف وايي، دا مشاعره هر کال د فرهنګ د غښتلتيا، خلکو ته د ملي او فرهنګي روحيې ورکولو او د شاعرانو د همغږۍ په موخه جوړيږي.

حنيف وويل، سږنۍ مشاعره د نورو کلونو په پرتله ډېر ګډونوال لري او هڅه شوې چې ټولو شاعرانو ته په کې يو شان وخت ورکړل شي.

د مشاعرې بنسټګر لیکوال او شاعر محمد داود شهيد وويل، دا مشاعره يې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۳ کال کې په خپل کور کې جوړه کړې وه چې بيا وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا په لويه کچه هر کال جوړه شوې ده.

دی وايي: «دا چې ننګرهار د نرګسو د ګل په نوم هم شهرت لري، ننګرهار د ادب او فرهنګ کور دی او دلته د شعر علاقمندان او شاعران هم ډېر دي نو په دغه خاطر مې دا مشاعره جوړه کړې وه.«

شاعر او ترنم کوونکی احمد موسی خېل له اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه مننه وکړه چې شاعرانو ته يې په ازاده فضاء کې د شعر ويلو زمينه برابره کړې وه.

ده په راتلونکي کې هم د ورته نورو مشاعرو او پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

په ننګرهار کې د نرګس ګل تر څنګ له پنځوسو کلونو راهيسې د نارنج ګل کلنۍ پسرلنۍ مشاعره هم جوړيږي.