ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: افغانستان نور خوندي شوی، کډوال دې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي

ملګري ملتونه: افغانستان نور خوندي شوی، کډوال دې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي

author avatar
17 Feb 2023 - 02:06
ملګري ملتونه: افغانستان نور خوندي شوی، کډوال دې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي
author avatar
17 Feb 2023 - 02:06

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان نور خوندي دی او کډوالو ته په کار ده څو بېرته خپلو سیمو او بانډو ته ستانه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سلواغې په ۲۷مه پر خپل ټویټر لیکلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR مرستیال رووف مازو د یوه پلاوي په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي اميرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل، کډوال هغه مهال هېواد ته ستنېږي چې جګړه نه وي او اقتصادي وضعیت ښه وي.

متقي ویلي، له نېکه مرغه اوس جګړه ختمه شوې، خو د اقتصاد په برخه کې د امریکا له لوري بندیزونه او د افغانانو شتمنۍ کنګل کول د دغه بهیر ټکني کېدو لامل ګرځېدلی دی.

هغه هیله څرګنده کړه چې له هېواده بهر د افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

‏د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ مرستیال په دې کتنه کې ويلي چې افغانستان اوس خوندي دی او کډوالو ته په کار ده چې خپلو سیمو او بانډو ته ستانه شي.

نوموړي زياته کړې، په تېر یوه کال کې ډېر شمېر کډوال هېواد ته راستانه شوي چې د هغوی له ډلې له ۶۰ زره کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا مرستې ترسره شوې دي.

رووف مازو  وایي: «د روان کال لپاره اراده لرو چې په اړمنو سیمو کې ۳۵ ښوونځي، ۲۰ کلینیکونه، ۵۰۰۰ کورونه جوړ او ۵۰ زره کسانو ته د کوچنیو قرضونو ورکولو اسانتیاوې رامنځته کړو.»

[/restrict]

Views: 172

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.