منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۸ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د اتو ولایتونو ترمنځ د کبډي سیالۍ وشوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۱ کتنې

پل علم (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): د لوګر د ملي المپيک ادارې چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د هېواد په کچه د اتو ولایتونو لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، هرات، غور او فراه ترمنځ د کبډي څلور ورځنۍ سیالۍ وشوې.

د دغه ولایت د المپیک ادارې امر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د افغانستان ملي المپيک ادارې له لوري د هېواد په کچه د اتو ولایتونو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې چې څلور ورځې یې دوام وکړ.

هغه زیاته کړه، د یادې سیالۍ پای‌لوبې ته خوست او فراه ولایتونو لاره پيدا کړه چې خوست لومړی، فراه دویم او لوګر درېیم مقام خپل کړ.

نوموړی وایي: «د کبډي سیالیو د جوړولو موخه د هېواد په کچه د دغې نسبتا هېرې شوې لوبې بیا را ژوندۍ کول او همدارنګه د هېواد په کچه د کبډي لوبغاړو ترمنځ همغږي جوړول دي.»

د کبډي سیالۍ یوه لوبغاړي احمد بشارت پژواک خبري اژانس ته وویل، کبډي لوبه د هېواد په کچه له پامه غورځول شوې ده، خو دا ډول سیالۍ کولای شي چې دغه لوبه بیا را ژوندۍ او د لوبغاړو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي.

هغه وایي: «زه نن ډېر خوښ یم چې لوګر ولایت کې د کبډي په سیالۍ کې ولوبېدم، خو دغه لوبه له پامه غورځول شوې ده او له المپیک ادارې څخه غواړم چې د دغې لوبې پرمختګ ته لا ډېر کار وکړي.»

همدارنګه د کبډي لوبې یوه بل لوبغاړي محمداشرف پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي المپیک ادارې ته په کار ده چې د هېواد په کچه د کبډي لوبې لوبغاړو ظرفیت لوړونې ته پام وکړي او دوی ته له هېواده بهر د روزنې زمینه برابره کړي.

نوموړی وایي: «په پل علم کې د اتو ولایتونو ترمنځ د کبډي څلور ورځنۍ سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې. دا ډول لوبې مهمې دي، د لوبغاړو ترمنځ اړیکې جوړېږي، تجربې شریکېږي، خو المپیک ادارې ته په کار ده چې د لوبغاړو ظرفیت لوړولو ته لومړیتوب ورکړي.»

باید وویل شي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دا لومړۍ ځل دی چې د هېواد په کچه د کبډي سیالۍ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې ترسره شوې او سلګونه مینه‌وال یې لیدلو ته راغلي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې