ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالي: د سړې هوا له امله د درېدلو پروژو چارې بېرته پیلېږي

کابل ښاروالي: د سړې هوا له امله د درېدلو پروژو چارې بېرته پیلېږي

author avatar
24 Feb 2023 - 15:12
کابل ښاروالي: د سړې هوا له امله د درېدلو پروژو چارې بېرته پیلېږي
author avatar
24 Feb 2023 - 15:12

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د کابل ښاروالي وایي، د ځینو ودانیزو پروژو په ځانګړې توګه د سړک جوړونې پروژو پلې کولو چارې -چې د  ژمي د سړې هوا له امله درېدلې وې- بېرته پیلېږي.

د کابل ښاروالۍ دغه څرګندونې په یوه خپره شوې اعلامیه کې کړې دي.

سرچینې لیکلي، د ودانیزو معیارونو په پامنیوي سره او د زیربنایي پروژو د ښه کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ مشرتابه څه موده وړاندې اړوندو مسوولانو ته سپارښتنه کړې وه چې د هوا تر ښه کېدو پورې دې د قیر او کانکريټ کولو چارې د لنډ وخت لپاره نه ترسره کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې د ګڼو پروژو د قیر او کانکریټ کولو چارې پیل شي.

کابل ښاروالۍ له له ټولو ښاریانو غوښتي چې د پروژو د پلې کېدو پر مهال دې خنډ نه جوړوي او له دغې ادارې سره دې مرسته وکړي.

Visits: 114

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.