منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۸ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ګوتریش: نړۍ کې يو ميليون ډوله ژوي د ورک کېدو له ګواښ سره مخ دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۲ حوت ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سازمان د وحشي ژوو نړۍوالې ورځې (مارچ درېیمې) په رارسېدو سره وايي، په نړۍ کې يو ميليون ډوله ژوي د ورک کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۳ زېږديږ کال کې د مارچ درېیمه د وحشي ژوو په نوم نومولې ده.

د ملګرو ملتونو سارمان مشر انتونيو ګوترېش نن د يادې ورځې په مناسبت پر خپل ټويټر ليکلي چې دا مهال په نړۍ کې د انساني فعاليتونو له امله يو ميليون ډوله ژوي د ورک کېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه لیکلي: «موږ د طبیعت پر وړاندې د دې جګړې پای ته رسولو لپاره وسایل او پوهه لرو.»

ګوتریش له ټولو غوښتي چې يادو ژوو ته د طبیعې استونګې په ساتنه او د ښې راتلونکې په جوړولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د راپورونو له مخې، جګړې، بېوزلي، د ځنګلونو وهل، د ټکنالوجۍ چټک پرمختګ، د هوا ککړتیا او په چټکتیا سره د ښاري سیمو پراخېدل هغه لاملونه دي چې د وحشي ژوو د ژوند کړۍ یې تنګه کړې ده.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې شاوخوا څلور کاله مخکې د ۱۵۰ ډوله وحشي ژوو او کم پیدا مرغانو نوملړ خپور او ښکار یې منع اعلان کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول چاپېريال ساتنه