ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي

author avatar
4 Mar 2023 - 18:19
تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي
author avatar
4 Mar 2023 - 18:19

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): تېره اونۍ افغان او امریکایي چارواکو یو بل د دوحې تړون پر نه پلي کولو تورن کړل، خو واشنګټن له کابل سره تعامل او کابل له واشنګټن سره له جګړه‌ییز حالته سیاسي او د همکارۍ حالت تغییر ته چمتووالی وښود.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په رارسېدو سره، د تړون لورو یو بل تړون ته پر نه ژمنتیا تورن کړل.
  • توماس وېسټ: واشنګنټن له شته اندېښنو سره سره له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتونکی دی.
  • مجاهد: اسلامي امارت له امریکا سره له جګړه‌ییز حالته سیاسي او د همکارۍ حالت تغییر ته چمتو دی.
  • بېلابېلو سرچینو یو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د لګېدلو محدودیتونو لرې کولو غوښتنه وکړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي، د کابل ښار اوولسمې حوزې اړوند سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه کسان وژل شوي، یو ژوندی نیول شوی او درې انسان‌تښتوونکي وژل شوي، یو نیول شوی او یو کس یې له بنده خوشی شوی دی.

دغه‌‌راز د هرات ځايي امنيتي چارواکي وايي، په هرات ښار کې د امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د یوې ښځې په ګډون د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو په پروان کې يو کس، په لوګر کې يو ځوان، په سمنګان کې يو ډاکټر او په فارياب کې يو شپون وژلي او په بغلان کې يوه کس خپله مېرمن وژلې ده.

همداراز راپورونه ښيي چې امنيتي ځواکونو په بدخشان کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژلی دی، په کاپيسا کې يوه کس په شخصي شخړه کې او یو بل ځوان په همدغه ولايت کې د ښکاري ټوپک خطايي ډز له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د دوحې تړون او له افغانستان سره د نړۍ تعامل

تېره اونۍ، په ایران کې د افغانستان سفارت او په استنبول کې د افغانستان کونسلګرۍ په رسمي ډول اسلامي امارت ته وسپارل شول.

اسلامي امارت تر اوسه پاکستان، ترکمنستان، چین، قطر، ترکیې او روسیې ته خپل استازي استولي دي.

د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه، د ریاست‌الوزرا اوسني لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او هغه مهال د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر په پلازمېنې دوحه کې لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. په یاد تړون کې راغلي چې د افغانستان له خاورې دې د امریکا او د هغې د متحدانو پر وړاندې له ګواښ څخه مخنیوی وشي او بین‌الافغاني خبرې دې پیل شي.

ملا عبدالغني برادر د روانې کب میاشتې په لسمه د ياد تړون د درېیمې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل چې د دغه تړون په لاسلیکولو سره د افغانستان په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیستل شو، د افغانستان سرپرست حکومت د دغه تړون ټولو بندونو ته ژمن پاتې شوی، خو د امریکا متحده ایالتونو په وار وار د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.

د نوموړي په وینا، له نړۍ سره تعامل ته اړتیا ده او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی، خو امریکا نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره تعامل نه کوي، بلکې د افغانستان په اړه یې نوره نړۍ هم احصار کړې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس بیا وايي چې اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن نه دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د دوحې تړون د افغانستان لپاره یو ښه فرصت ګڼلي او له اسلامي امارت او امریکا يې غوښتي چې له دغه فرصته ګټه واخلي.

همداراز، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي چې له شته اندېښنو سره- سره بیا هم واشنګټن له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتونکی دی. هغه زياتوي چې اسلامي امارت تر اوسه له امریکا سره د اړیکو عادي کولو لپاره ګامونه نه ‌دي پورته کړي.

خو په دې اړه د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «د امریکا استازی له موږ سره په اړیکه کې و او اوس هم دی. دوی باید ووايي چې له اسلامي امارته څه غواړي؛ اسلامي امارت ممکنه ګامونه پورته کړي دي، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ساتنې او له جګړه‌ییز حالت څخه سیاسي او د همکارۍ حالت تغییر ته اسلامي امارت چمتو دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د څار ځانګړې ادارې (سیګار) د دوحې تړون، د بهرنیو ځواکونو وتل، د پخواني ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ اختلافات او د غني ځینې پرېکړې د افغان ځواکونو د سقوط لاملونه بللي دي.

د نجونو پر زدهکړو او بشري حقونو ټينګار

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د مشرانو جرګې له مخکني رییس فضل‌هادي مسلم‌یار سره د هېواد پر سیاسي وضعیت، د افغانانو ترمنځ پر ملي مذاکراتو خبرې کړې او دواړو پر دې ټینګار کړی چې افغانان نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار زمینې برابرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو زده‌کړو او د ښځو د کار په بندولو سره له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو دروازه وتړله.

دغه‌راز، عربستان، جرمني، ترکیې او د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار پر لګېدلو محدودیتونو نيوکې کړې او له کابله يې غوښتي چې په دې خپلې پرېکړې لغوه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ښځو د کار په اړه وایي: «د ښځو د کار په اړه دومره ویلای شو چې اسلامي امارت په هغو برخو کې چې اړینې دي د ښځو کار ته اجازه ورکړل شوې ده، مثلاً د صحت په برخه کې چې ټولې ښځینه اړوندې دي هلته ښځينه کار کوي، همداسې د معارف، د تحصیلاتو، د پولیسو ښځينه برخو، زندانونو ښځينه برخو د پاسپورټ…»

د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې د نجونو زده‌کړې د اړینو شرایطو په برابرېدو سره پیلېږي.

د خوست يو شمېر اوسېدونکو له مسوولو حکومتي چارواکو غوښتنه کوي چې له شپږم پورته د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي بېرته پرانيزي.

تر دې وړاندې هم بېلابېلو سرچینو له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو او دغه راز د نجونو لپاره د پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي د کابل په ګډون د سړو سیمو دولتي پوهنتونونو د هلکانو درسونه د کب په ۱۵مه پیلېږي.

Visits: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.