ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار اوسېدونکی الف خان: د دښمنۍ له امله مې ١٢ کاله په جلا وطنۍ او کړاو کې ژوند وکړ

د ننګرهار اوسېدونکی الف خان: د دښمنۍ له امله مې ١٢ کاله په جلا وطنۍ او کړاو کې ژوند وکړ

author avatar
11 Mar 2023 - 13:14
د ننګرهار اوسېدونکی الف خان: د دښمنۍ له امله مې ١٢ کاله په جلا وطنۍ او کړاو کې ژوند وکړ
author avatar
11 Mar 2023 - 13:14

جلال‌اباد (پژواک، ٢٠ کب ۱۴۰۱): د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې يوه کورنۍ تر ۱۲ کلنې جلا وطنۍ وروسته هغه مهال بېرته هېواد ته راستنه شوه چې د قومي منځګړتوب له لارې یې دښمني پای ته ورسېده.

الف خان او کورنۍ يې شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې هغه مهال خپل کار روزګار، کور او ځمکې پرېښودې چې له خپل تره زوی اخترباز سره يې د اولادونو پر سر نښته وکړه او دښمني ورته پيدا شوه.

په نښته کې د الف خان د مقابلې کورنۍ اخترباز يو زوى مړ او بل ټپي شوى و.

الف خان د ژوند ۱۲ کلونه له هېواد، خپلوانو او کور کلي لرې په جلا وطنۍ کې له ستونزو ډک تېر کړل او تل يې هڅه وکړه چې د قومي منځګړتوب له لارې دا ستونزه حل شي؛ خو اخترباز چې يو زوی يې مړ، بل ټپي او په ژوند نيمګړی شوی و، له بدل اخیستو پرته يې بله لار غوره نه ګڼله.

عبدالظهور سلالاخان چې د مومندرې ولسوالۍ يو قومي مشر دی او دغه جرګه يې مخې ته وړې، له پژواک سره په خبرو کې وويل، د څو نورو قومي مشرانو په همکارۍ يې څو مياشتې هلې ځلې وکړې چې یادې دواړه کورنۍ بېرته د سولې پر ټغر کېنوي.

نوموړی وايي، اخترباز تل د غچ اخیستلو په فکر کې و او د روغې جوړې خبره ورته د منلو وړ نه وه، خو د قومي مشرانو له څو مياشتو هلو ځلو او منځګړتوب وروسته هغه مجبور شو چې له کوم امتياز پرته روغه وکړي.

هغه وويل: «موږ په خپل شخصي لګښت يوازې د الله د رضا لپاره له کوم امتياز پرته شپه ورځ هلې ځلې وکړې، پاکستان ته موږ درې قومي مشران څو څو کرتې په خپل شخصي لګښت لاړو چې د دغو کورنيو ترمنځ روغه جوړه وکړو.»

د سلالا خان په خبره، د مومندرې ولسوالۍ د هزارناو سيمې ډېر خلک د یادو کورنیو پر دښمنۍ ځکه ډېر خپه وو چې دواړه خواوې د کليو خدمتګاران وو.

هغه زياته کړه: «موږ ورته په ولسي اصطلاح نايان وايو، دوی زموږ د کلي نايان وو، نو خلک ترې ډېر راضي وو، موږ چې له زړه نه او د خدای د رضا لپاره کار کړی علت يې دا دی چې يو خو دوی ډېر بې‌وزله وو او بل زموږ د کلي خدمتګاران وو.»

عبادالله مومند د دغې قومي جرګې يو بل غړی دی چې د جرګې په وروستۍ ورځ يې پرېکړه هم ولوسته؛ هغه پژواک ته وويل، پخوا به د دا ډول جرګو پر مهال لور یا خور په بدو کې ورکول کېدې، خو دوی کوښښ وکړ چې په دغه جرګه کې دواړه لوري له کوم امتياز پرته روغه جوړه وکړي.

هغه زياته کړه: «موږ دلته څو دا ډول جرګې وکړې، همېشه مو وروستۍ پرېکړه داسې وکړه چې موږ د قاتل کورنۍ مجبوره نه کړه چې هغه په بدو کې لور او خور ورکړي، ځکه دا يوه دښمني ختموي خو بله دښمني شروع کوي، بله دا چې د يو بې‌ګناه انسان ژوند تباه کوي.»

الف خان -چې اولادونو يې خپل تره زامن په چړو وهلي وو او دغه دښمني ترې پيل شوې وه- وايي، د قومي مشرانو په منځګړتوب يې پوره ۱۲ کاله وروسته د ارام ساه اخېستې ده.

نوموړي پژواک ته وويل: «که په پاکستان کې څومره امنيت هم و او موږ د اخترباز له کورنۍ لرې هم وو، خو ارام نه وو، همېشه مو ډار درلود چې راباندې به حمله کېږي، نه مو اولادونو تعليم کولای شو او نه مو ځوانانو په اسانۍ کار کولای شو.»

هغه له قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ننګرهار ولايت ځايي چارواکو څخه مننه کوي چې د دغې دښمنۍ د ختمولو لپاره يې هلې ځلې وکړې او د تل لپاره يې دوی بېرته سره دوستان کړل.

الف خان وايي، هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې يې اولادونه بيا داسې اقدام ونه کړي.

اخترباز چې يو ځوان زوی یې په دې دښمنۍ کې مړ او بل يې معلول شوى، پژواک ته وويل چې يوازې د الله ج د رضا او د دواړو کورنيو د راتلونکي لپاره يې بښنه وکړه او له دښمنۍ او غچ اخیستلو يې لاس واخیست.

هغه وويل: «له خپلو مشرانو نه مننه کوم چې زموږ دا مسله يې حل کړه، زما او د بچو اراده خو همدا وه چې موږ بدل اخلو، ځکه د پښتو ملک دی، بيا سبا پيغورونه کېږي خو اوس د دوی خبرو او منځګړتوب په خپلې ارادې پښېمان کړو.»

د مومندرې ولسوالۍ د ځوانانو شورا يو غړی مبارز مومند دا ډول پریکړې د ځوانانو د راتلونکي لپاره ځکه ګټورې ګڼي چې په خبره يې، د دښمنۍ په ژوند کې ځوانان له زده‌کړو، کار او تفريح څخه بې‌برخې وي.

هغه وايي، که کورنۍ پر خپلو اولادونو زده‌کړې وکړي، دا ډول پېښې هم نه تکرارېږي او ورسره ټولنه پرمختګ کولای شي.

د ننګرهار چارواکي وايي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې رامنځته شوې دا ډول دښمنۍ د قومي منځګړتوب له لارې حل شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون پژواک ته وويل، د قومونو او قبايلو چارو رياست له لارې په ټولو ولسواليو کې هڅې پيل شوې چې دښمنۍ پای ته ورسېږي او د قومي منځګړتوب له لارې حل شي.

نوموړی وايي: «په افغانستان کې څلور لسيزې جګړې تېرې شوې، خلک بې‌تعليمه دي، عامه پوهاوی نشته، دا ډول دښمنۍ ډېرې زياتې دي، د قانون په چوکاټ کې اوس د دغو موضوعاتو حل هم يو څه ځکه ستونزمن شوی چې وخت پرې ډېر تېر دی، يوازې همدا قومي منځګړتوب کولای شي چې دښمنۍ پای ته ورسوي، نو موږ د دا ډول جرګو مرکو او روغو جوړو ملاتړ کوو.»

ننګرهار چې د جرګو مرکو پر کور شهرت لري، تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې د قومي منځګړتوب له لارې ورته دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.

Visits: 729

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.